سوداگري
امریکا له افغانستان سره د مالي راکړې ورکړې نوی جواز صادر کړ

د امریکا د خزانې وزارت د نوې سپارښتنې له مخې؛ نړیوال بسپنه ورکوونکي او خصوصي شرکتونه اجازه لري، چې په افغانستان کې له دولتي ادارو سره سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې وکړي.
د رویټرز خپوره شوی راپور ښيي، چې نوی جواز د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون ښکارندویي کوي.
له دې مخکې، نه یوازې د اسلامي امارت له مشرانو سره، بلکې په چارسمبالي حکومت کې د دوی تر څارنې لاندې له دولتي ادارو سره عادي سوداګریزې راکړې ورکړې بندې شوې وې.
تر تحریم لاندې مشرانو سره د راکړې ورکړې بندیز پخپل حال پاتې دی او د سینګاري توکو لیږد هم په نوي جواز کې شامل ندی.
یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي، چې د اسلامي امارت پر ضد به بندیزونه روان وي او دا نوې هڅه به له خصوصي شرکتونو او مرستندویانو سره د مالیې او ګمرکي تصفیې په برخو کې مرسته وکړي.
رویټرز د امریکايي چارواکو له خولې څرګنده کړې؛ نوې اجازه د امریکا د هغو هڅو یوه برخه ده، چې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه پرې ونیول شي.
نوی جواز به د افغانستان ټولو دولتي ادارو هر یو مرکزي بانک، د پوهنې وزارت، د انرژۍ او اوبو وزارت، د مالیې وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د عامې روغتیا وزارت په ګډون ټولو دولتي شرکتونه او تصدیو ته د مالي حسابونو د لېږد اجازه ورکوي.
دا جواز نه یوازې له افغانستان څخه وارداتو او صادراتو ته، بلکې په افغانستان کې دننه سوداګریزیزو راکړې ورکړې ته هم اجازه ورکوي.
د دې جواز د ټینګار وړ برخې عبارت دي له:
- د مالیاتو، ګمرکي محصولاتو لګښتونو، د جوازونو او عامه خدماتو اخیستل ترلاسه کول په دې شرط، چې په دې تادیاتو کې سینګاري توکي او خدمات شامل نه وي.
- له افغانستان سره د مالي ادارو د راکړې ورکړې ترسره کول. په ځانګړي توګه په دې هېواد کې خصوصي او دولتي بانکونو ته د پیسو د حساب پاکول او لیږدول شامل دي.
- په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو اړوند مالي او مسلکي خدمتونه.
- په افغانستان کې د اوبو، روغتیا، انرژۍ او برښنا په برخو کې د بیخبناوو د ساتنې او پراختیا اړوند هڅې.
- په افغانستان کې د ملکي ترانسپورت د پراختیا او ساتنې د اړوند فعالیت په ګډون هوایي ترافیکو، هوايي چلند خدمتونو، د اورګاډي او سړکونو جوړولو او ساتنې ته پاملرنه.
- د مخابراتو، پوست او پارسل پورې اړوند راکړې ورکړې.
- افغانستان ته د معلوماتي توکو واردول او صادرول
د بشپړ راپور لپاره دا راکاږئ!