تازه خبرونه
امریکا طالبانو ته مشروعیت ورکړی – امرالله صالح

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ (دوشنبه د غویی ۲۰) یوې خبري سرچینې ته څرګنده کړې، چې امریکا طالبانو ته مشروعیت ورکړی او اوس باید په افغانستان کې ښکېله پاتې شي.
نوموړي له سي بي ایس رسنۍ سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې هغه هره ورځ وېره او ګواښونه تر کتنې لاندې نیسي، چې څنګه یې پر کورنیو سرچینو له مینځه یوسو.
هغه په دې اړه په داګه کړې: هغه ورځې، چې مونږ یې پر پانګو او سرچینو پوره حساب کاوه؛ تېرې شوي دي. مونږ امریکا ته ویلی نشو، چې دا پای ته مه رسوئ. زه ډاډه یم، چې دوی وېرې او خطرونو ته پاملرنه کړې ده. که تاسې غواړئ، چې ورته ترې یادونه وکړم؛ نو هغه دا، چې طالبان ترهګر دي.
امرالله صالح وايي، چې امریکا طالبانو ته مشروعیت ورکړی.
هغه په دې اړه زیاته کړې: پرته له شکه امریکا هغو ته مشروعیت ورکړی دی؛ د دوحې دفتر امریکا جوړ کړی، له زندان څخه د ملا برادر خوشې کول د امریکا نوښت و. د دوی تګ راتګ د امریکا پر مرسته تر سره کیږي. بې له شکه د دوحې تړون د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی. دوی باید ځواب ویونکي وي.
نوموړي زیاته کړې: امریکا یو نړیوال ځواک دی؛ خو که انکار کوي بیا هم یو ځواک دی. دوی په ټوله نړۍ کې نفوذ لري. مونږ د دوی نفوذ ته درناوی لرو. د یو اړتیا لرونکي هېواد په توګه مونږ له امریکا غواړو، چې په سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو چارو کې ښکېله پاتې شي.
دغه راز د ولسمشر لومړی مرستیال په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د امریکا پانګوونې ډېر بدلونونه راوستي دي.