تازه خبرونه

امریکا د ګټلو جګړه نده کړې؛ خو طالبان مو له شتون ګټه پورته کوي – ټرمپ

Published

on

(Last Updated On: )

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې امریکا هیڅکله په افغانستان کې د جګړې ګټلو لپاره جګړه نده کړې.

هغه د وال سټریټ ژورنال سرلیکنې ته د می پر ۱۷ د یولړ پوښتنو، چې په کې د افغانستان په اړه د ټرمپ بېوسي راپورته شوې لکه د سولې هوکړه او د امریکایي ځواکونو په بیړه وتلو په غبرګون کې یو لړ ټویټونه کړي دي.

ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي: طالبان زمونږ د وتلو په اړه مختلط نظرونه لري. دوی زمونږ له پاتې کیدو ګټه تر لاسه کوي.

هغه زیاته کړې؛ په افغانستان کې پرته له لومړیو ورځو، مونږ هیڅکله د بریا لپاره رښتینې مبارزه نده کړې.

هغهدغه راز ټینګار کړی، چې مونږ د پولیسو د ځواک په توګه ډېر کار کړی، نه د یوه قوي او ځواکمنې اردو په توګه، چې اوس یو. نه ! زه بې مسوولیته کوم کار نه کوم.

ټرمپ له دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هڅې ستایلې وې. هغه د خپلواکۍ د ساتنې لپاره لیږل شوي سرتېري ستایلي او د تروریزم او د تمدن د دښمنانو په له مینځه وړلو کې یې اتلولي روانه ساتلې ده.

هغه لیکلي: په ۲۰۰۱ کې مو د القاعده د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته سرتیري ولیږلي؛ بیا یې جګړه روانه وساتله، چې له طالبانو لیرې پرتې سیمې پاکې کړي.

په تېر یو کال کې مو ځواکونو نه یوازې طالبان د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته هڅولي، بلکې هڅې مو له افغان ځواکونو څخه پر ملاتړ هم راڅرخیدلي دي.

د فبروري پر ۲۹ امریکا له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ، چې د طالبانو پر وړاندې یې د امریکا بریدونه ودرول او د امریکایي ځواکونو پړاو په پړاو وتلو زمینه برابره شوه.

اوس، چې خپلمنخي خبرې ځنډیدلي؛ نو څرګنده نده، چې د دې ځواکونو د کموالی به کله تر سره کیږي.

ټرمپ په افغانستان کې تل د جګړې له لګښتونو ستړیا ښکاره کړې او څرګندوي، چې یوازې د یو څه وخت لپاره به د یو چا لاسنیوی کیږي.

Trending

Exit mobile version