Connect with us

لوبی

امریکا د جونز پر غوره توپ‌وهنې د ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه له کاناډا وګټله

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د امریکا کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې کاناډا ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او آرون جونز پر ۴۰ توپونو ۹۴ منډې وکړې.

په دې لوبه کې، چې د ټکساس ایالت په دالاس کې ترسره شوه، پچه امریکا وګټله او لومړی یې توپ‌اچونه وکړه.

آرون جونز د ویسټ انډیز له کریس ګیل وروسته د ۲۰ اوریز نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې دي.

نوموړي د کاناډا پر وړاندې د ۲۰ اوریزنړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پر ۴۰ توپونو ۹۴ منډې وکړې او د میدان غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

کریس ګیل د ۲۰۰۷ کال په شل اوریز نړیوال جام کې د سویلي افریقا پر وړاندې پر ۵۷ توپونو ۱۱۷.۱ منډې جوړې کړې وې.

بل امریکايي لوبغاړي انډریس ګوس پر ۴۶ توپونو ۶۵ منډې جوړې کړې.

کاناډا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پېنځه لوبغاړو پر سوځېدو ۱۹۴ منډې جوړې کړې او امریکا ټاکل شوې موخه پر ۱۴ توپونو د ۷ ویکټو پر توپیر ترلاسه کړه.

امريکا او کاناډا په الف ګروپ کې ځای لري، چې د ايرلینډ تر څنګ د هند او پاکستان په څېر قوي لوبډلې ورسره دي.

په سږني نړيوال جام کې ۲۰ لوبډلې، چې پر پېنځه ګروپونو وېشل شوي؛ ټولې ۵۵ لوبې کوي.

افغانستان هم د کرکټ ۲۰ اوريز نړيوال جام د یوه ګډونوال په توګه خپله لومړنۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځلسمه / د جون څلورمه له يوګانډا تر سره کوي.

د افغانستان د ۱۵ کسيزې لوبډلې مشري راشد خان کوي؛ په لوبډله کې ۶ الرونډر، ۴ توپ‌وهونکي او ۵ توپ‌اچوونکي غوره شوي دي او له دې لوبډلې سره دری احتياطي لوبغاړي هم مل دي.

افغانستان له ۲۰۱۰ ز.کال راپدیخوا اووه ځله په ۲۰ اوریز ړیوال جام کې ګډون کړی دی.

د شل اوريز نړيوالو لوبو د اصولو له مخې؛ د دې لوبو په لومړي پړاو کې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره يوه – يوه سيالي کوي، چې په پای کې به دوه لوبډلې دوه‌يم پړاو ته لار ومومي.

۲۰ اوریز نړیوال جام له ۲۰۰۷ راپدیخوا پیل شوی او دا یې نهم ځل سیالۍ دي.

د تېر ۲۰۲۲ جام اتلولي انګلینډ ګټلې او اوس یې هم ګټلو ته هیله من دی.

د شل اوریز نړیوال جام دوه یمه لوبه به نن (یکشنبه) ماښام ۷ بجې د ویسټ انډیز او پاپوا نیو ګیني تر منځ پیل شي.

د یادونې ده، چې دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځه‌ویشتمه) ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

له  دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.

د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!