سیمه ییز خبرونه
امریکا د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلیو سره د ۱۰۰ میلیون دالرو نورو مرستو ډاډ وړاندې کړ

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې هېواد یې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلیو سره پر ۸۵ میلیون دالرو سربېره نور ۱۰۰ میلیون دالر هم مرستې ته چمتو کړي دي.
د امریکا ولسمشر جوبایدن نیت لري، چې ۵۰ میلیون دالر کډوالو او مهاجرینو او ۵۰ میلیون دالر هم د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د فبرورۍ پر شپږمه د ترکیې په سویل ختیځ او ګاونډ سوریه کې د ۷.۸ درجې زلزلې له ۴۵۰۰۰ ډېر خلک مړه او یو میلیون نور یې بې کوره کړل، چې اقتصادي لګښت یې میلیاردونه دالر اټکل شوی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون د مرستې د څرنګوالي په اړه د انجرلیک هوایي ځواک اډې ته رسېدلی دی.
نوموړي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره له اړوند اډې څخه په چورلکه کې سفر وکړ، چې په سویلي هاتای ولایت کې د زلزلې له کبله رامنځته شوې ویجاړې وګوري.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته د دغې نوې مرستې په اړه ویلي: ژر به لاس پر کار شو. له بده مرغه دا د لټون او ژغورنې په اړه لږ دي؛ خو دا به اوږدمهاله هڅه وي.
په پام کې ده، چې دواړه مشران به په ناتو کې د سویدن او فنلند د غړیتوب د غوښتنې په تړاو د ترکیې د غوښتنې په ګډون پر یو لړ مسلو خبرې وکړي.