تازه خبرونه
امریکا دې د افغانستان په ګډون په ټولو مسایلو کې رښتینې همکاري وکړي – چین

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له امریکا غوښتي، چې د افغانستان په ګډون دې په ټولو مسایلو کې رښتینې همکاري وکړي.
وانګ یی په بیجینګ کې د سولې نهمې نړیوالې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره همهاله په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
وانګ یی زیاته کړې، چې افغانستان بشری مرستو ته اړتیا لري.
چینايي رسنیو د چین د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کول د جګړې او ګډوډیو د مخنیوي لپاره بنسټیز لومړیتوب دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د ویډیو کنفرانس له لارې دغې ناستې ته په خبرو کې ویلي؛ چین کولی شي د افغانستان په راتلونکي کې مهم رول ولوبوي.
حامد کرزي په ډاګه کړې؛ چین په ځانګړي توګه له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په ښه کولو او ډاډ ترلاسه کولو کې مهم رول لوبولی شي.
هغه ویلي: زه له همدې کبله د یوه افغان په توګه د تېر پر پرتله یوې ښې راتلونکې ته هیله من یم؛ ځکه، چې مونږ اوس یوازې یو او په افغانستان کې مو سوله رامنځته کول په ګټه دي او چین مو هم ګاونډ دی. که مونږ یوځای شو؛ نو باور لرم، چې دې (سولې) ته به ژر ورسیږو.
هغه ویلي، چې دا هېواد (چین) په افغانستان او سیمه کې سولې او ثبات ته ژمن دی او نه یوازې د پاکستان ستر ملګری دی، بلکې پاکستان هم د افغانستان ستر ګاونډ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې چینایي چارواکي له افغانستان څخه د امریکا پر مسوولانه وتلو ټینګار کوي.