تازه خبرونه
امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد او بیا میشتېدنې دفتر تړل کیږي
رویټرز لیکلي، چې که دا سپارښتنه پلي شي؛ نو شاوخوا ۲۰۰ زره وړ افغان کډوال به امریکا ته له لېږد بې برخې شي.

رویټرز د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د بیا میشتېدنې دفتر چارواکو ته ویلي، چې د روان کال په اپریل کې تړلو ته چمتووالی ونیسي.
رویټرز لیکلي، چې که دا سپارښتنه پلي شي؛ نو شاوخوا ۲۰۰ زره وړ افغان کډوال به امریکا ته له لېږد بې برخې شي.
د افغان کډوالو د بیا میشتېدنې یوه ملاتړي وکیل دې خبري سرچینې ته ویلي، چې د افغان – امریکایي پوځي پرسونل د کورنۍ غړي، ماشومان او په امریکا کې د میشت افغانانو خپلوان او په لسګونه زره افغانان، چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پرمهال یې د امریکا حکومت ته کار کړی؛ د هغو کسانو په ډله کې دي، چې ښایي د دفتر د تړلو په صورت کې یې امریکا ته د ننوتلو مخه ونیول شي.
د افغانانو د بیا میشتېدنې افغان ایواک نومي ملاتړ کوونکي بنسټ بنسټوال شان ونډایورویلي: “د دې دفتر تړل به یو ملي شرم، افغان متحدینو، هغو پخوانیو سرتېرو، چې زمونږ لپاره وجنګېده او د امریکا له ژمنې سره خیانت وي.”
دا اقدام په داسې وخت کې کیږي، چې د امریکا حکومت په ټوله نړۍ کې له خپلو سفارتونو څخه غوښتي، چې د کارمندانو د کمولو لپاره پلان جوړ کړي.
دا سپارښتنه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پالیسۍ یوه برخه ده، چې غواړي ډیپلوماتیک جوړښت اصلاح او حکومتي لګښتونه دوه ټریلیون ډالرو ته راټیټ کړي.
د افغانستان د بیا میشتېدنې د همغږۍ دفتر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د هغو افغانانو د لېږدولو لپاره رامنځته شو، چې د امریکا له حکومت سره د همکارۍ له کبله له خطر سره مخ ول.
دې دفتر د خپلو فعالیتونو ساحه هغو افغانانو ته پراخه کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په اوکټوبر کې یې د کډوالۍ حیثیت ترلاسه کړ او تر اوسه یې شاوخوا ۱۱۸ زره کسان امریکا ته لېږدولي دي.
یو امریکایی چارواکی وانډایور او دوه نورو باخبرو سرچینو ویلي؛ دوی نه پوهیږي، چې د دفتر د تړلو امر چا ورکړی دی.
دا پلان په قطر او البانیا کې افغان پناه غوښتونکو ته د لاسرسي مرکزونو د تړلو لپاره جوړ شوی دی.
د اړوند معلوماتو له مخې؛ نږدې ۳ زره افغانان، چې غواړي په امریکا کې د کډوالو یا د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIVs) لرونکو په توګه میشت شي، په دې دوه هېوادونو کې د لېږد پر تمه دي.
په دې مرکزونو کې له ۲۰ څخه ډېر بې سرپرسته ماشومان هم شته، چې له پلار، مور او خپلوانو سره د د یوځای کېدو پر تمه دي او اوس په لنډمهاله واحدونو کې ژوند کوي.
دوی خواړه او نورې بنسټیزې اړتیاوې ترلاسه کوي؛ خو یوې سرچینې ویلي، چې د ټرمپ لخوا د بهرنیو مرستو د بندولو سپارښتنې د رواني روغتیا او د ماشومانو د ملاتړ پروګرامونه درولي دي.
دوه سرچینو ویلي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته د افغانانو د لېږد دفتر د تړلو پلان چمتو شوی دی.
پر روبیو سربېره، د دفاع وزیر پیټ هیګسټ، د کورني امنیت وزیر کریسټي نوم او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز د هغو کسانو په ډله کې دي، چې تمه ده وروستۍ پرېکړه وکړي.
یوې سرچینې ویلي: “د دفتر د تړلو په اړه ټول غوراوي په پام کې نیول شوي دي.”
د کډوالو د ایستلو او بیا میشتېدنې عملیات د ټرمپ د کډوالو د بېرته ستنولو د پلان له پیل راپدېخوا بند شوي دي. د ټرمپ د اجرائیوي فرمان پر بنسټ له پاکستان او نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د لېږدولو پروګرام د نورو بیاکتنو لپاره ۹۰ ورځې ځنډول شوی دی.