تازه خبرونه

امریکا تاجکستان ته له افغانستان څخه د لېږدول شویو پوځي الوتکو د سپارلو هڅه کوي

Published

on

(Last Updated On: )

امریکا هڅه کوي؛ د هغو پوځي الوتکو یو شمېر، چې په افغانستان کې د جمهوريت له سقوط وروسته تاجکستان ته لېږدول شوې وې، دوشنبې ته وسپاري.

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سینتکام ويلي؛ له افغانستان څخه تاجکستان ته لېږدول شوې پوځي الوتکې به اوسني افغان حکومت ته ونه سپاري.

سرچینې ټینګار کړی؛ هڅې روانې دي، چې د تاجکستان حکومت ته د دغه ټولې الوتکې یا یې یو شمېر وروسپارل شي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سینتکام چارواکي مایکل کوریلا تاجکستان ته په خپل سفر کې ویلي؛ امریکا د تاجکستان له حکومت سره خبرې کوي، چې د دغو پوځي چورلکو د اغېزمنو کارولو او ساتلو لپاره غوره لار ومومي.

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان تاجکستان ته د سفر پر مهال ټینګار کړی، چې دغه چورلکې به په هیڅ صورت افغانستان ته نه ستنېږي؛ ځکه د ده په خبره، د افغانستان له اوسني حکومت سره تړاو نلري.

مایکل کوریلا زیاته کړې؛ زه د دې لپاره مشخص وخت نلرم؛ خو مونږ د دې لپاره ّینګې هڅې کوو.

د اړوند معلوماتو له مخې؛ افغانستان د تېر حکومت له نسکورېدو مخکې له ۱۶۴ ډېرې پوځي الوتکې لرلې. که څه هم تر اوسه څرګنده نده، چې په افغانستان کې څومره چورلکې پاتې دي؛ خو راپورونه وايي، چې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته له ۴۰ ډېرې چورلکې د افغانستان ګاونډ هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

تاجکستان ته د افغان پوځي چورلکو د سپارلو موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د افغانستان د دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد له ازبکستان او تاجکستان څخه د ورلېږدول شویو الوتکو د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

اسلامي امارت تر اوسه د امریکايي ځواکونو د دغه قومندان د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

د یادونې ده، چې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې د جمهوریت د مهال ۱۶ چورلکې د رغونې لپاره اوکراین ته لیږدول شوي او د ولادیمیر زیلینسکي حکومت ته ورکړ شوې دي.

Trending

Exit mobile version