نړۍ

امریکا به په راتلونکې لسیزه کې د کورنۍ جګړې ښکار شي – ټولپوښتنه

Published

on

(Last Updated On: )

د اکانومیست مجلې او YouGov لخوا د یوې وروستۍ نظر پوښتنې له مخې؛ په سلو کې ۴۳ امریکایان پدې باور دي، چې د امریکا روان سیاسي حالت په راتلونکې لسیزه کې د یوې بلې کورنۍ جګړې شونتیا ښیي.

د دغې ټولپوښتنې له مخې، چې تېره اوونۍ خپره شوې؛ ۱۴سلنه امریکایان پدې باور دي، چې روان سیاسي تاوتریخوالی به په کورنۍ جګړه کې پای ته ورسیږي.

د هوستن تکزاس په رایس پوهنتون کې د سیاسي علومو ساینس پوه مارک جونز، ویلي؛ زه فکر کوم، چې زمونږ د سیاسي مشرانو تر منځ دغه مخ پر زیاتېدونکی مخالفت په ځانګړي توګه د هغو امریکایانو تر منځ، چې له خپلو سیاسي ګوندونو کلکه دفاع کوي؛ د کورنۍ جګړې لامل شي.

انادولو آژانس راپور ورکړی، چې په سیاسي تړاوونو کې ښکېل کسان، چې ځانونه پیاوړي جمهوري غوښتونکي ګڼي؛ د جګړې شونتیا ډېره کړي. ۵۴ سلنه خلک پدې باور دي، چې لږ تر لږه په راتلونکیو ۱۰ کلونو کې د کورنۍ جګړې شونتیا شته او ۲۱ سلنه پدې باور دي، چې د کورنۍ جګړې شونتیا ډېره ده.

یوازې ۴۰ سلنه دیموکراتان باوري دي، چې کورنۍ جګړه لږ تر لږه یو څه احتمال لري، د دې ډلې یوازې ۱۴ سلنه په دې باور دي، چې دا ډول سناریو ډېره شونتیا لري.

انادولو خبري سرچینې جونز ته ویلي: خلک سیاست ته په حزبي او قومي بڼه ګوري؛ چېرته، چې د دوی هر څه ښه دي او هغه څه، چې بل لوري کوي؛ بد دي.

په ځانګړي توګه، جونز وایي؛ امریکایانو د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۶ پر واشنګتن دي سي ورودانګل او  د حکومت پر وړاندې روښانه تاوتریخوالی نندارې ته وړاندې شو.

په دې ټولپوښتنه کې له ۱۵۰۰ امریکایانو څخه ۶۶ سلنه پدې باور دي، چې د ۲۰۲۱ کال له پیل راپدیخوا په دغه هېواد کې سیاسي وېش او تاوتریخوالی ډېر شوی دی. په داسې حال کې، چې یوازې ۸ سلنه یې وايي، چې هېواد لږ وېشل شوی دی.

په ټولیزه توګه د سروې شویو کسانو ۶۶ سلنه اټکل کوي، چې په راتلونکیو څو کلونو کې به سیاسي تاوتریخوالی زیات شي او یوازې ۹ سلنه تمه لري، چې سیاسي تاوتریخوالی به کم شي.

Trending

Exit mobile version