تازه خبرونه

امریکا او ناټو تر ۵ میاشتو خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي – انټوني بلیکن

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چارشنبه پر ورځ په بروکسل کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو ائتلاف به هم د سپتمبر پر ۱۱ نېټه زمونږ له پلان سم ووځي او غواړي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.

ټاکل شوې، په راتلونکیو څو ګړیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ځواکونو د ویستو خپله سخته پرېکړه اعلان او د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېدي.

هغه به ووایي، چې تر ۵ میاشتو ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.

ولسمشر بایډن دا پرېکړه له پوځي مشرانو، د ملي امنیت له ډلې، شریکانو او متحدینو سره په ګډه کړې ده. جوبایډن باوري دی، چې افغانستان پوځي حل لار نلري.

د امریکا دفاع  او بهرنیو چارو وزیران بروکسل ته رسېدلي؛ بلینکن د ناټو له عمومي منشي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي؛ د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو وخت رارسېدلی او له خپلو متحدینو سره یوځای راوانه اوږده تاریخي جګړه به پای ته ورسوي.   

انټوني بلینکن وایي: زه همدلته یم، چې له متحدینو او د ناټو له عمومي منشي سره له نږدې کار وکړو او دې ژمنې ته، چې یوځای راغلي یو او یوځای له افغانستان وځو.

ناټو هم له امریکا سره له افغانستان څخه د وتلو پرېکړې ته همغږې ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وايي: نن به مونږ په افغانستان کې د خپل راتلونکي حضور په اړه پرېکړه وکړو. مونږ له دې رامنځته شوي فرصته هرکلی کوو، چې له نږدې له خپلو ټولو متحدانو سره پرې مشوره وکړو، ځکه په افغانستان کې د راتلونکي شتون په اړه همغږي یو.

د افغانستان حکومت د امریکا دې پرېکړې ته، چې له افغانستان څخه به ځواکونه وباسي؛ درناوی لرو او په دې صورت کې افغان ځواکونه د خپل هېواد د ساتنې وړتیا لري.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال لطیف محمود وایي: امنیتي ځواکونه مو د هېواد ساتنې له وړتیا برخمن دي.

د یادونې ده، چې دمګړۍ د ناټو د اته زره سرتېرو تر څنګ په افغانستان کې د امریکا څه نا څه ۲۵۰۰ سرتېري شتون لري.

Trending

Exit mobile version