نړۍ
امریکا او روسیې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو پر بیا پیلولو هوکړه وکړه
رویټرز راپور ورکړی، چې دا هڅه په امریکا کې د روسیې پر ډیپلوماټیکو استازولیو د هغو بندیزونو کمښت ښیي، چې د امریکا د تېرو حکومتونو لخوا د اوکراین د یرغل او د روسیې د نورو کړنو له کبله لګول شوي وه.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په سعودي عربستان کې د لوړ پوړو امریکایي او روسي چارواکو ترمنځ د اوکراین د جګړې په اړه له خبرو اترو وروسته ویلي؛ امریکا او روسیې د سېشنبې پر ورځ هوکړه وکړه، چې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو عادي فعالیت بېرته پیل کړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دا هڅه په امریکا کې د روسیې پر ډیپلوماټیکو استازولیو د هغو بندیزونو کمښت ښیي، چې د امریکا د تېرو حکومتونو لخوا د اوکراین د یرغل او د روسیې د نورو کړنو له کبله لګول شوي وه.
د ریاض خبرې اترې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو پر لوري له هغې وروسته، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دنده پیل کړه او لوړ پوړو چارواکو ته یې د خبرو اترو د پیل کولو امر وکړ، یوه بریالۍ هڅه ده.
روبیو ویلي: دواړو خواوو د لومړي ګام په توګه هوکړه وکړه او له چارواکو کاري ډله جوړه شوه، چې ” د اړوند ماموریتونو د فعالیت د بیا رغونې لپاره چټک کار وکړي.”
دواړو هېوادونو له تېرې لسیزې راپدېخوا د غچ اخیستونکو کړنو په لړ کې ډیپلوماټان ایستلي او د یو بل د ماموریتونو لپاره یې د نویو کارمندانو ګومارنه محدوده کړې، چې له کبله یې سفارتونه د کم پرسونل له کار کولو سره مخ کړي دي.
روبیو ویلي، چې دغو کړنو “په مسکو کې زمونږ د فعالیت وړتیا په رښتیا کمه کړه” او روسیه به هم په واشنګټن کې د خپل ماموریت په اړه همدا خبره وکړي.
روبیو اسوشیټیډ پرس ته ویلي: “مونږ باید متحرک ډیپلوماټیک ماموریتونه ولرو او عادي کار وکړي، چې مونږ وکولی شو اړیکې روانې وساتو.”
د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه په روسیه کې د امریکا د ماموریتونو د اوسنیو عملیاتو په اړه د جزئیاتو غوښتنې ته ځواب ورنکړ.
روبیو ویلي، چې ښکاره به د ماموریتونو د بیارغونې د جزئیاتو په اړه بحث ونکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د روبیو روسي سیال سرګي لاوروف د شنبې پر ورځ په ریاض کې له خبرو اترو مخکې روبیو سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د روسیې د ماموریتونو د فعالیت په اړه خبرې وکړې.
په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې لخوا پر اوکراین له بشپړ برید مخکې امریکایي چارواکو اندېښنه وښوده، چې دوی په روسیه کې یوازې “لنډمهاله شتون” لري. دا له هغې وروسته رامنځته شول، چې روسیې په امریکایي ماموریتونو کې پر پرسونل محدودیتونه ولګول، واشنګټن یې اړ کړ، چې په ولاديوستوک او یکاترینبورګ کې خپلې قونسلګرۍ وتړي.