تازه خبرونه

امریکا او روسیه د اوکراین د جګړې په اړه په سعودي عربستان کې د خبرو پیلول غواړي

د رویټرز د لاپور له مخې؛ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې پر ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له امریکایي چارواکي جي ډي ونس سره ولیدلي ديه.

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا یو قانون جوړونکي او یوې بلې سرچینې د شنبې پر ورځ ویلي؛ امریکایي او روسي چارواکي به څو ورځې وروسته په سعودي عربستان کې سره وګوري، چې په اوکراین کې د مسکو د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې اترې پیل کړي.

د رویټرز د لاپور له مخې؛ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې پر ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له امریکایي چارواکي جي ډي ونس سره ولیدلي ديه.

د امریکا استازي مایکل مک‌کال رویټرز ته ویلي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ استازی سټیوویټکاف به سعودي عربستان ته سفر وکړي. دا اوس هم څرګنده نده، چې دوی به د روسیې له چا سره وویني.

مک‌کال د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې ویلي، چې د دې خبرو اترو هدف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او زیلینسکي ترمنځ د یوې غونډې تنظیمول دي، چې په پای کې سوله رامنځته او شخړه پای ته ورسیږي.

یوې باخبرې سرچینې په سعودي عربستان کې د امریکايي او روسي چارواکو ترمنځ پلان شوې خبرې تائید کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

ټرمپ، چې د جنورۍ پر شلمه یې واک ترلاسه کړ؛ په وار وار ژمنه کړې، چې په اوکراین کې به جګړه ژر پای ته ورسوي.

هغه د چارشنبې پر ورځ له پوتین او زیلینسکي سره بېلابېلې ټیلیفوني خبرې کړي، چې د واشنګټن د اروپایي متحدینو ترمنځ یې اندېښنې راپورته کړې او د سولې په هر ډول بهیر کې د یې د نه ګډون ګواښ کړی دی.

دا اندېښنې په لویه کچه د شنبې پر ورځ هغه وخت تائید شوې، چې د اوکراین لپاره د ټرمپ استازي وویل؛ اروپا به د خبرو اترو په میز کې نه وي. له هغې وروسته، چې واشنګټن اروپایي پلازمېنو ته یوه پوښتنلیک واستاوه او له دوی څخه یې د کیف د امنیت ډاډمنولو لپاره مرسته وکړي.

د شنبې پر ورځ روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره خبرې وکړې.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د پوتین او ټرمپ د غونډې د چمتووالي لپاره په منظمو اړیکو هوکړه کړې ده.

زیلینسکي د جمعې پر ورځ ویلي، چې هغه به متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې ته سفر وکړي؛ خو دا یې ونه ویل، چې کله.

د اوکراین ولسمشر ویلي، چې په دې سفرونو کې له امریکایي یا روسي چارواکو سره د لیدو پلان نلري. درلود.

مسکو د اوکراین پېنځمه برخه کنټرولوي او له میاشتو راپدېخوا ورو ورو ختیځ ته پرمختګ کوي. په داسې حال کې، چې د کیف کوچنۍ اردو د افرادو له کمښت سره مخ ده او د روسیې په لویدیځ کې د ځینو سیمو د نیولو لپاره مبارزه کوي.

روسیې د سولې د هر ډول تړون له مخې له کیف څخه د سیمې د پرېښودو او دایمي بې طرفۍ غوښتنه کړې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې اوکراین له روسیې څخه د نیول شویو سیمو د پرېښودلو غوښتنه کړې او د ناټو غړیتوب یا ورته امنیتي تضمینونه غواړي، چې د مسکو لخوا د برید مخه پرې ونیول شي.

امریکا او اروپا د جګړې له پیل راپدېخوا اوکراین ته لسګونه میلیارډ ډالر پوځي مرسته ورکړې ده.

ټرمپ ویلي، چې هغه د اوکراین ملاتړ کوي؛ خو د کیف لپاره د تمویل په لټه کې دی.

متحده ایالات او اوکراین اوسمهال د یوې داسې هوکړې په اړه خبرې اترې کوي، چې کولی شي د اوکراین پراخه طبیعي شتمنۍ د امریکا پانګونې ته پرانیزي.

درې سرچینو ویلي؛ امریکا وړاندیز کړی، چې د اوکراین د مهمو منرالونو تر ۵۰ سلنې پورې کنټرول به په لاس کې واخلي.

زیلینسکي د شنبې پر ورځ ویلي، چې د تړون په مسوده کې هغه امنیتي احکام شامل ندي، چې کیف ورته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version