تازه خبرونه

امریکا افغانستان ته ۶۹ کیلومټره واټن وهونکي توپچي توغندي رالیږدولي

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا مرکزي قومندانۍ په ډاګه کړې؛ دوی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ملاتړ لپاره دې هېواد ته د توغندیو توپچي سیسټم استولی دی.

د امریکا اردو په یوه ټویټ کې ويلي؛ دا توغندي د شپې او ورځې له لوړې وړتیا برخمن او ۶۹ کیلومټره واټن وهلی شي.

امریکا ويلي، چې دغه توغندي له کویټ څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

څو ورځې مخکې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر خبریالانو ته ویلي وه، چې د دوی ځواکونه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي او دا بهیر پیل شوی دی.

سي این این د امریکا د پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د دغه هېواد دفاع وزارت افغانستان ته د ۶۵۰ ځانګړیو سرتېرو د لیږلو پرېکړه کړې، چې د وتلو پر وخت له امریکایي ځواکونو ملاتړ وکړي.

له دې مخکې هم د امریکا دفاع وزارت ویلي وه، چې له افغانستان څخه د ډاډمنو وتلو لپاره تازه دمو سرتېرو ته اړتیا ده.

د سي این این د څرګندونو له مخې؛ د امریکا دفاع وزیر لوویډ آسټین له افغانستان څخه د خوندي وتلو لپاره د سرتېرو او نورو تجهیزاتو استول منل شوي دي.

راپور په ډاګه کړې، چې دا ځواکونه د امریکا د ځانګړې قطعې سرتېري دي، چې مخکې یې هم په سیمه کې دندې درلودې.

د راپور له مخې؛ دا ځواکونه پر پرمختلليو الوتکو او وسلو سمبال دي. کله، چې د امریکا پاتې سرتېري له افغانستان  وځي؛ نو دوی به یې مرسته او ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version