تازه خبرونه
امریکایي ځواکونو په افغانستان کې شل کلنه جګړه پای ته ورسوله او ووتل

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د دوشنبې پر ورځ په بېلابېلو الوتنو کې له سرخوګيو سره سره، چې د وتلو د بهیر پر مهال یې داعشي ځانمرګي بریدګر ۱۳ سرتېري ووژل او په زرګونه افغانان او په سلګونه امریکایان یې د تېښتې په تمه پریښول؛ له افغانستان څخه شاتګ وکړ او د ځواکونو وتل یې بشپړ کړل.
رویټرز د پنټاګون د خبرپاڼې له مخې په ډاګه کړې؛ په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې القاعده د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر پر۱۱ له لومړي برید وروسته ؛ امریکا په جګړه کې ښکېل کړه. په داسې حال کې، چې یو امریکایي سرتېری هم په افغانستان کې نه و.
د امریکا د سمندري ځواک قومندان جنرال فرانک مککنزي د پنټاګون خبري ناستې ته له اوږدمهاله جګړې څخه د دې هېواد د وتلو په اړه ویلي، چې له دې وتلو سره د ډېرو زړه مات شوی؛ خو مونږ هرڅوک له هغه ځایه نشو ایستلی، چې مونږ ترې وتل غواړو.
نوموړي زیاته کړې؛ په کابل کې د امریکا چارسمبالی راس ویلسون هم د هوايي ډګر له قومندان سره د افغانستان پر وخت ۱۱:۵۹ له افغانستان څخه وروستۍ الوتنه وکړه او ووتل.
د اګست له ۱۴ راپدیخوا له ۱۲۲۰۰۰ ډېر وګړي له کابل څخه وایستل شول.
مککنزي ویلي: خو زه فکر کوم که مونږ لس ورځې نور هم پاتې وای؛ ټول کسان مو ایستلی نشول.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکایي سرتېرو د وتلو پر شپه له ۷۰ ډېرې الوتکې، لسګونه زغروال وسایط او هوایي څارګرې له منځه یوړل شوې. دغه راز امریکایي ځواکونو د وتلو په درشل کې د داعش توغندیز برید خنثی او له منځه یووړ.
دغه وتل د ولسمشر جو بایډن له ټاکل شوې نېټې د سې شنبې له ورځې یوازې یوه دقیقه مخکې پای ته ورسیدل.
جو بایډن د امریکایي سرتېرو له وتلو ستاینه وکړه او هغه یې د دې هېواد په تاریخ کې ترټولو لوی هوایي لیږد نومولی دی او وایي، چې په افغانستان کې مو ۲۰ کلن حضور پای ته رسېدلی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر له ۱۱ راپدیخوا د وروستیو ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون په جګړه کې نږدې ۲۵۰۰ امریکایان وژل شوي شوي دي.
مککنزي ویلي، چې طالبانو د امریکایي ځواکونو د خوندي وتلو پر مهال د هوایي ډګر په ساتنه کې مرسته کړې ده.
رویټرز زیاته کړې، چې هغه یوې بې سارې همغږۍ ته په نغوته کې ویلي؛ طالبانو غوښتل امریکا له افغانستان څخه وباسي او امریکا غواړي، چې ووځي.
مککنزي دا خبرداری هم ورکړی، چې طالبان به د داعش د خراسان ډلې سره په جګړه کې ستونزې ولري. هغه د امریکا له وتلو وروسته له طالبانو سره د راتلونکي همکارۍ په اړه اټکل کول رد کړ. په داسې حال کې، چې بایډن د داعش وروستیو بریدونو ته په نغوته کې د دې ډلې له څارلو ډاډ ورکړی دی.
مککنزي ویلي: طالبانو د داعش ډېر خلک له زندانونو وویستل او اوس به دوی وکولی شي هغه څه یې، چې کرلي، وریبي.
د امریکایي ځواکونو او امریکایانو وتلو د داعش او القاعده سره د مبارزې یو بل پړاو پرانست او دغه ډلې به تر فشار لاندې ونیسي.
د تېرې اوونۍ له ځانمرګي برید وروسته امریکایي ځواکونو د جمعې او یکشنبې په ورځو کې د څاګرو الوتکو پر مټ د داعش د خراسان ډلې پر مرکزونو برید وکړ.
د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مککنزي تائید کړې، چې وروستي امریکایي پوځیان د اګست د دېرشمې په وروستیو شېبو کې له افغانستان ووتل او له دې سره د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد.
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې نږدې دوه نیم زره امریکایي پوځيان او ملکي مامورین وژل شوي او شاوخوا شل زره نور یې ټپیان دي.
د امریکا له وتلو څو شېبې وروسته د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د خوښۍ هوایي ډزو آسمان رڼا کړ. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې څرګنده کړه؛ وروستي پوځیان د شپې پر دولس بجو او یوه دقیقه له افغانستان څخه ووتل او په دې توګه افغانستان په بشپړه توګه آزاد او خپلواک شو.
د یادونې ده، چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د فبرورۍ پر اوومه د شپې په ورته وخت کې د امریکا په مشرۍ ټلوالې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد په کابل، کندهار او جلال اباد کې د طالبانو پر سنګرونو بریدونه کړي وه او د طالبانو مخالفې شمال ټلوالې، چې د نړیوالې پوځي ټلوالې لخوا یې ملاتړ کېده، د افغانستان پر پلازمېنه کابل ځانونه واکمن کړل.
تازه خبرونه
په هرات کې د ټاپي نللیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نللیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.
په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرلهپسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.
تازه خبرونه
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.
دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
لوبی3 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
تازه خبرونه4 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
سوداگري2 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه2 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ