بی بی سی پښتو
امریکايی جنرال: طالبانو تر اوسه له افغانستان زموږ وتلو ته شرایط نه دي برابر کړي
د امریکايي پوځ یو قومندان- چې په افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونه څاري- وايي، طالبانو لا هم هغه شرایط نه دي پوره کړي چې له مخې یې تر راتلونکې مۍ میاشتې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو پلان بشپړ شي.
افغان طالبانو او امریکا تېره فبرورۍ په دې اړه تړون لاسلیک کړ.
د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس په وینا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سرپرست جنرال فرانک مکنزي ویلي چې امریکا د دې پروګرام له لومړۍ برخې مخکې ده، چې له مخې یې په افغانستان کې تر جولای د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته کمېږي.
خو جنرال مکنزي ټینګار وکړ چې تر مۍ یا راتلونکي پسرلي پورې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل په شرایطو پورې تړلي دي.
هغه چې په فلوریډا کې اوسیږي په واشنګټن کې د منځني ختیځ لپاره د یوه موسسې په کوربتوب ویډیويي غونډه کې وویل:
“دا شرطونه په دې ډول دي: ایا ډاډمنېدلی شو چې پر موږ بریدونه پای ته رسېږي؟ که له ما وپوښتئ په اوسني حالت کې دا شرایط نه دي پوره شوي.”
څوک امریکا ګواښي؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان جګړې له لوی لګښت ناراض دی او له دغه هېواد یې د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو غوښتنه کړې.
جنرال مکنزي وايي، طالبان امریکا نه ګواښي، طالبانو هیڅکله هم امریکا نه ده ګواښلې، د ګواښ سرچینه هغه ډلې دي چې دوی افغانستان کې اجازه ور کوي.
نوموړي افغانستان کې داعش او القاعده پورې تړلو ډلو ته په اشاره زیاته کړه:
“زما په باور طالبان د داعش ملګري نه دي او د دوی پر وړاندې کار کوي. خو ما ته دا نه ده جوته شوې چې دوی به د القاعده پر وړاندې هم همدا دریځ غوره کړي.”
جنرال مکنزي وویل چې د ټرمپ اداره په افغانستان کې د “راتلونکې لار نخشې د ارزولو” لپاره په خپل منځ کې او د ناټو غړو او خپلو ایتلافي ملګرو سره په “خورا ځواکمنو خبرو” بوخته ده.
د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه
افغان طالبانو او امریکا له اتلس میاشتو خبرو وروسته د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون په یوه لویه غونډه کې د افغان سولې په تړاو خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.
د دې سند له لاسلیک یوه اونۍ وړاندې د تاوتریخوالي کمول پیل شوي و.
* افغان سوله، شخصي ګټې او ملي اندېښنه
* داسې سوله چې افغان ښځو ته یې هم خیر ورسېږي
د هوکړې د متن له مخې امریکايي او ناټو ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان وځي.
په ځواب کې طالبانو ویل، نور له بهرنیانو سره کار نه لري، خو د افغان دولتي ځواکونو پر ضد به یې بریدونه دوام وکړي.
د امریکا او طالبانو د سولې تړون د لاسلیک سره سم، د سولې بین الافغاني خبرې هم پیلېږي.
طالبان د پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کېدل د دې خبرو لپاره شرط بولي او مقابل کې افغان ولسمشر اوربند، له پاکستان سره د دې ډلې د اړیکو وضاحت او د نشه يي توکو د سوداګرۍ ختمول د دې خبرو لپاره خپل شرطونه بولي.
افغان حکومت کې یوې سرچینې درې ورځې وړاندې بي بي سي ته وویل، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د جولای په ۱۱ قطر کې پیلېږي.
د دې سرچینې په خبره، تمه ده چې له دې نېټې مخکې له افغان زندانونو د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ شي.
بی بی سی پښتو
بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.
دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.
دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.
بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.
پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.
دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو ‘نیول شویو ‘ خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.
بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.
طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.
د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.
په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.
د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ”له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ”
د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:
”طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ”
طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.
د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:
”موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ”
د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.
بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.
بی بی سی پښتو
اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي
د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.
يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.
په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، “تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي”.
نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.
د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، “د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري”.
نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، “افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري”.
نوموړې زياته کړه چې “نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی”.
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، “نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري”.
اغلې انوري وويل، “نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې”.
افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، “دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی”.
نوموړې وويل چې “افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري”.
اغلې سعيد زياته کړه، “د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي”.
د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.
بی بی سی پښتو
افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.
ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ”راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ”
https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045
په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.
د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.
افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.
طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.
دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.
په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ