Connect with us

تازه خبرونه

امریکايي چارواکو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه د م.م راپور تائید نه‌کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

امریکا غږ په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې یو شمېر امریکایي چارواکو په افغانستان کې د القاعده او داعش په څېر د تروریستي ډلو د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور نهدی تائید کړی او وایي، چې دوی داسې شواهد نهدي لیدلي، چې دا موندنې تائید کړي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیتې د شننې او څارنې ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي؛ په افغانستان کې ترهګرې ډلې د پخوا پر پرتله د فعالیت ازادي لري او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط امریکا غږ ته څرګنده کړې: دا معلومات په بېلابېلو برخو کې زمونږ د استخباراتي ټولنې له شننو سره سمون نه‌خوري.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم ویل شوي، چې القاعده او داعش د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تعلیمي کمپونه جوړ کړي دي.

د امریکا غږ په راپور کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د القاعدې له ۳۰ تر ۶۰ لوړ پوړي چارواکي په کندهار، هلمند، کونړ او کابل ولایتونو کې شتون لري. د دې ډلې شاوخوا ۴۰۰ جنګیالي او د هغو د کورنیو ۱۶۰۰ غړي د افغانستان په بېلابېلو تعلیمي کمپونو کې حضور لري.

همدا راز د ملګرو ملتونو څرګندونو له مخې، د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې غړي لري او د افغانستان په لږ تر لږه ۱۳ ولایتونو کې کمپونه او پټنځایونه لري.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په‌دې اړه امریکا غږ ته څرګنده کړې: د ملګرو ملتونو په راپور کې د القاعدې او داعش د غړیو د شمېر په اړه اټکلونه د امریکا د استخباراتي ټولنې د معلوماتو پر پرتله بې بنسټه او باوري نه‌دي.

دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې د امریکا د ارزونو له مخې دا مهال د القاعدې له ۱۲ څخه لږ مهم غړي په افغانستان کې دي او له هغې وروسته، چې امریکا په کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وواژه؛ په افغانستان کې یې کوم بل لوی مشر نشته.

هغه ویلي، چې القاعده د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې خپل حضور نه‌دی ښکاره کړی او داسې هم نه ښکاري، چې القاعده دې په افغانستان کې روزنیز کمپونه جوړ کړي وي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې امریکا تر اوسه د ملګرو ملتونو د ځینو غړیو هغه معلومات رد کړي، چې ګنې د القاعده مشر سیف العدل په ایران کې خپله اډه پرېښې او په ۲۰۲۲ ز. کال کې یې له افغانستان لیدنه کړې ده؛ ردوي. د ملګرو ملتونو لږ تر لږه یوه غړي ویلي، چې العدل دا مهال په افغانستان کې میشت دی.

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي؛ د داعش خراسان څانګه په تېرو دوه کلونو کې نه‌ده توانېدلې، چې  پر امریکایي اهدافو برید ترسره کړي.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!