تازه خبرونه
امریکايي او اروپايي هوايي شرکتونه د افغانستان له لارې خپلې الوتنې بیا پیلوي
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2023/07/flight.png)
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې له دوه کلونو وروسته امریکايي او اروپايي هوايي شرکتونو ته د افغانستان پرفضا د الوتنې اجازه ورکړشوې ده.
د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پر افغانستان د دوی د الوتکو تګ راتګ درېدلی و.
اکانومیک تایمز تېره ورځ څرګنده کړې؛ د امریکا هوايي چلند ادارې په روانه اوونۍ کې امریکايي الوتکو ته اجازه ورکړه، چې د افغانستان له خاورې په ۳۲ زره فوته لوړوالي کې الوتنه وکړي.
د اروپایی اتحادیې د هوایي چلند خوندیتوب اداره د خپلو غړیو هېوادونو هوایي شرکتونو ته هم ورته سپارښتنه لري.
د اکانومیک تایمز د څرګندونو له مخې؛ د دې پرېکړې له پلي کېدو سره به د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تګ راتګ په وخت کې د پام وړ کمی راشي، ځکه د افغانستان له لارې د تېرېدو ځنډېدو د الوتنو په وخت کې شاوخوا نیم ساعت ډېر کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند هوايي شرکتونو ویلي؛ دوی د افغانستان له لارې د الوتنو د بیا پیلولو لپاره وخت ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
په افغانستان کې باید یو پیچ هم پاتې نهوـ ډونالډ ټرمپ
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/12/Trump-2.jpg)
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن د ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او وایي، چې باید یو پېچ هم ترې پاتې نهو.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
هغه ویلي: " که زه وای؛ له وقار او ځواک سره به مې ایستل. دوی (اسلامي امارت) به رسم ګذشت نه تر سره کاوه.»
هغه زیاته کړې: "مونږ به هیڅ راز نظامي تجهیزات نه پرېښودل او حتا د ۱۰ سینټ پر ارزښت مو ټول پیچونه راوړل."
په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور نامناسب پای تل د جمهوري غوښتونکیو له نیوکې سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له وتلو وروسته د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات او وسلې د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان سوړ ژمي اړمنو کورنیو ته ژوند ستونزمن کړی دی – ډبلیوافپي
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/12/Aid.png)
د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبه پر ورځ ( د لیندۍ شپږویشتمه ) په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره ډېري افغانان د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي.
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې له څوارلس میلیون ډېر خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپارهه پر پرمختیايي پروژو کار کوي او نړیوال بنسټونه هم باید د دغو پروژو پر پلي کولو له فقر او بېوسۍ سره مبارزه وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه ویلي: په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو مننه کوي، چې د افغانستان له خلکو سره یې مرستې کړې او اوس هم روانې دي. په دوهیم پړاو کې د بېې وزلۍ د کمولو لپاره د اقتصاد وزارت پلان دا دی، چې له افغانستان څخه د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید د کارموندنې، بېخبنایي او پراختیایي پروژې په پام کې ونیول شي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ذ څرګندونو له مخې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۱۵ میلیون کسانو ته مرستې رسېدلي دي.
تازه خبرونه
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/12/darlaman.jpg)
د ښار او کور جوړونې وزارت د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي د توپوګرافیکې سروې له بشپړېدو خبر ورکړ.
بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه بهرنیو ډیپلوماټانو ته جوړیږي.
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
نړۍ1 day ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو
-
نړۍ3 days ago
د سوریې خلک نوې جګړې ته لېواله ندي- احمد الشرع