تازه خبرونه
امرالله صالح له یوې چاودنې روغ وتلی
(Last Updated On: )
امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د چارشنبې پر ورځ سهار مهال د کابل د تایمني په اړوند سیمه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د موترو پر کاروان چاودنه رامنځته شوې؛ صالح ترې روغ وتلی؛ خو درې ساتونکي یې ټپیان دی.
کورنیو چارو وزارت منلې، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۵ ډېر نور ټپیان دي.
دغه پېښه نن سهار اووه نیمې بجې د کابل ښار د تیمني په اړوند دیپلوماتیکه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د امرالله صالح زوی عباد صالح په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې هغه د برید پر مهال له خپل پلار سره و. زه ډاډ درکوم، چې هغه ښه دی.
د صالح د دفتر ویاند رضوان مراد په فیسبوک کې لیکلي: صالح ته زیان ندی رسیدلی او له برید روغ رمټ راوتلی دی.