نړۍ
الکساندر لوکاشینکو د اووم ځل لپاره د بېلاروس د ولسمشر په توګه بریالی شو
اروپايي ټولنې او امریکا اعلان وکړ، چې دا ټاکنې آزادې او عادلانه نهوې. دوی دا ټاکنې یوه “جعلي ننداره” یاده کړه.
د بېلاروس د ټاکنو کمیسیون ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د ۸۱ سلنې رایو پر ترلاسه کولو د هېواد د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، چې ورسره یې د ۳۱ کلنې واکمنۍ وخت وغځول شو.
ولادیمیر پوتین لوکاشینکو ته د بریا مبارکي ورکړه، خو منتقدینو دا ټاکنې غیر قانوني یادې کړې دي.
د بېلاروس د مرکزي ټاکنو کمیسیون مشر ایګور کارپینکو د دوشنبې پر سهار (د سلواغې اتمه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې الکساندر لوکاشینکو د ۸۶ اعشاریه ۸ سلنې رایو پر ګټلو د هېواد د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شو.
په ټاکنو کې څلور مخالفو نوماندانو هم سیالي وکړه؛ خو ټول د لوکاشینکو ملاتړي وه او د هغه د حکومت ملاتړ یې کړی دی.
د ولسمشر ډېر مخالفان یا په زندان کې دي او یا هم د بیان د آزادۍ او لاریونونو د ځپلو له کبله له هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.
د اپوزیسیون جلاوطنې مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا خبریالانو ته ویلي، چې لوکاشینکو له ټاکنو سره "د ډیکټاتورانو لپاره مراسم" جوړ کړي دي.
تیخانوفسکایا د ۲۰۲۰ کال له جنجالي ټاکنو وروسته د پایلو له منلو ډډه وکړه او له بېلاروس څخه وتلو ته اړ شوه.
د یکشنبې پر ورځ د بېلاروس د ټاکنو د پایلو له اعلان سره سم په وارسا او د ختیځې اروپا په نورو ښارونو کې د لوکاشینکو پر ضد لاریونونه پیل شول.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته الکساندر لوکاشینکو ته د "بیا ټاکنو بریا" مبارکي ورکړه.
اروپايي ټولنې او امریکا اعلان وکړ، چې دا ټاکنې آزادې او عادلانه نهوې. دوی دا ټاکنې یوه "جعلي ننداره" یاده کړه.
اروپايي سیاستوالو اعلان وکړ، چې په بېلاروس کې ټاکنې نه آزادې وې او نه هم عادلانه؛ ځکه، چې په هېواد کې خپلواکې رسنۍ منع شوې وې او ټول مهم مخالف شخصیتونه یا زندان ته واستول شول یا له هېواده تېښتې ته اړ شول.
د پولنډ بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي په طنزیه بڼه حیرانتیا څرګنده کړه، چې "یوازې" ۸۷ اعشاریه ۶ سلنه رای ورکوونکو د لوکاشینکو ملاتړ وکړ.
هغه په ایکس کې ولیکل "آیا پاتې نور به په زندانونو کې ځای شي؟".
د پایلو له اعلان وروسته لوکاشینکو په یوه څلور ساعته مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ او لاریونونه او نیوکې یې بې ارزښته وبللې او څرګندوي، چې دا بې ارزښته ده، چې لویدیځ ټاکنې پر رسمیت پېژني یا نه.
نړۍ
ټرمپ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د وتلو فرمان لاسلیک کړي
په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وځي او د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA آنروا ) ته خپلې مرستې بندوي، چې ورسره به د ډونالډ ټرمپ د پخواني حکومت پالیسۍ بیا راژوندۍ شي.
په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.
امریکا له کلونو راپدېخوا د بشري حقونو شورا تورنه کړې، چې نه یوازې د اسرائیلو ملاتړ کوي، بلکې د هغو حکومتونو ملاتړ ته هم وردانګي، چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
دا کار له هغې وروسته تر سره کیږي، چې د بایډن حکومت د ملګرو ملتونو د منځني ختیځ د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ته له تمویل کمولو وروسته، چې ځینې کارمندان یې د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل ول؛ ودروي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د اجرائیوي فرمان لاسلیک تر سېشنبې پورې ځنډول شوی دی.
له دې مخکې د ټرمپ حکومت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) چې په بهر کې یې د بشري حقونو ملاتړ هم کاوه. د دې اندېښنو په اړه، چې آیا دا د ټرمپ له "امریکا لومړی" پالیسۍ سره مطابقت لري؛ غور کوي او دا، چې پیسې یې څنګه لګول کیږي تر پوښتنې لاندې نیولې ده.
( آنروا ) د غزې خلکو ته د مرستې رسولو اصلي اداره ده، چې د اوکټوبر د اوومې له برید وروسته په سیمه کې د اسرائیلو د برید له کبله رامنځته شوي؛ بشري ناورین ته د لاسرسي لپاره فعالیت کوي. ملګرو ملتونو په تېر اوړی کې څو کارکوونکي له هغې وروسته له دندې ګوښه کړل، چې یوې داخلي څېړنې پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل وګنل.
د ملګرو ملتونو ویاند سمدلاسه په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې د بشري حقونو شورا "خپل هدف ندی ترلاسه کړی او د هغو هېوادونو لپاره د ساتونکي په توګه کارول کیږي، چې له بشري حقونو وحشتناکه سرغړونې کوي" او د اسرائیلو پر وړاندې یې دریځ هم وغانده.
امریکا د UNRWA ترټولو لوی مرسته کوونکی و، چې په کال کې یې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ډالر ورکول؛ خو د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۴ په جنوري کې دا تمویل ودراوه. هغه وخت، چې اسرائیلو د UNRWA شاوخوا ۱۲ کارمندان د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس په برید کې پر ګډون تورن کړل؛ په غزه کې جګړه رامنځته شوه.
نړۍ
نتانیاهو له ټرمپ سره د اړیکو ټینګولو لپاره واشنګټن ته ولاړ
له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوهیم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې پر ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره چمتووالی نیولی، چې د غزې د جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ له پخوانۍ ادارې سره له تاوتریخوالي وروسته نوې اړیکې پیاوړې کړي.
له تېرې میاشتې راپدېخوا، چې ټرمپ واک ته رسیدلی؛ نتانیاهو لومړنی بهرنی استازی دی، چې ور سره لیدنه کوي؛ ځکه، چې په غزه کې اوربند اوس هم روان دی او تمه ده، چې د دوهیم پړاو لپاره خبرې اترې به په دې اوونۍ کې پیل شي.
هغه له روانېدو مخکې په هوایي ډګر کې ویلي: " په جګړه کې زمونږ پرېکړې؛ د منځني ختیځ څېره بدله کړی ده. زمونږ پرېکړو او زمونږ د سرتېرو زړورتیا د سیمې نقشه بیا جوړه کړې؛ خو زه باور لرم، چې له ولسمشر ټرمپ سره به پر نږدې کار کولو مونږ وکولی شو بیا یې ښه جوړه کړو. "
په راپور کې راغلي: په غزه کې د جنګي جرمونو پر تور د نړیوالې جنایي محکمې لخوا نه یوازې د نتانیاهو د نیولو امر وشو، بلکې له جو بایډن سره یې اړیکې ترینګلې کړي او د ۲۰۲۲ کال په پای کې واک ته له راستنېدو راپدېخوا یې سپینې ماڼۍ ته هم سفر ندی کړی.
نړۍ
د امریکا ۳۰ زره کډوال به په ګوانتانامو کې بندیان شي
ټرمپ د لیکن رایلي قانون د لاسلیک پر مهال ویلي؛ د کیوبا په ګوانتانامو کې یې د توقیف د یوه مرکز د پرانستلو امر کړی، چې د امریکا هغه ۳۰ زره غیرقانوني کډوال په کې وساتي، چې خپلو هېوادونو ته شړل کېدی نشي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي: غواړي، چې ۳۰ زره غیرقانوني کډوال د کیوبا ګوانتانامو خلیج ته انتقال او زنداني کړي؛ دا د نوموړي د کمپاین هغه برخه ده، چې مجرم کډوال په ډلهییزه توګه شړل کیږي.
ټرمپ د لیکن رایلي قانون د لاسلیک پر مهال ویلي؛ د کیوبا په ګوانتانامو کې یې د توقیف د یوه مرکز د پرانستلو امر کړی، چې د امریکا هغه ۳۰ زره غیرقانوني کډوال په کې وساتي، چې خپلو هېوادونو ته شړل کېدی نشي.
ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه په خپلو خبرو کې ویلي: "مونږ به دوی ګوانتانامو ته واستوو."
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: "ځینې یې دومره بد دي، چې مونږ ان د ساتلو لپاره یې پر هېوادونو باور نه کوو؛ ځکه نهغواړو، چې بېرته راشي."
ګوانتانامو خلیج، چې په کیوبا کې یو لرې پروت ټاپو او د امریکا پوځي اډه ده؛ پخوا د مرکزي استخباراتو ادارې لخوا د "ترهګرۍ شکمنو" د ساتلو لپاره کارول کېده، خو اوس د ټرمپ د امر له مخې د هغو کډوالو د ساتلو لپاره پر زندان بدل شوی، چې غیرقانوني کډوال یې بولي.
دا اسانتیاوې د کډوالو لپاره په اډه کې د توقیف له مرکزه بېل دي.
د کیوبا ولسمشر میګل ډیاز کانل د ټرمپ دا هڅه "یو ظالمانه عمل" وباله.
ټرمپ د لیکن رایلي قانون د "تاریخي قانون" او د جورجیا د وژل شوې نرسنګ زدکړیال ته، چې د دې قانون نوم ورکړل شوی "ځانګړی درناوي" وباله.
دا قانون وايي: هغه خلک، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې دي او د غلا او تاوتریخوالي پر جرمونو تورن دي؛ ان له محکومیت څخه دمخه توقیف کیدی شي او په احتمالي توګه له هېواد څخه ایستل کیدی شي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۲۲ کلن لیکن رایلي د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې د وینزویلا د یو وګړي خوزه انتونیو ایبارا لخوا ووژل شو، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې و. ایبارا په نومبر کې محکوم شو او له مشروط خوشې کیدو پرته پر عمري بند محکوم شو.
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمېر ۲.۹ میلیون اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days ago
د USAID اوبپاڼه آفلاین ښکاره شوه
-
سوداگري4 days ago
د جلغوزو له سکټور څخه د ملاتړ لپاره یوه اتحادیه جوړیږي
-
نړۍ2 days ago
نتانیاهو له ټرمپ سره د اړیکو ټینګولو لپاره واشنګټن ته ولاړ
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
د آسټرالیا په شمال ختیځ کې سیلابونو یو کس مړ کړی او زرګونه نور بې ځایه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
افغانستان د ماین پاکۍ لپاره ۲۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
-
روغتيا2 days ago
پاکستان د پولیو د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره ګډې هڅې اړینې دي
-
روغتيا1 day ago
د روغتیا نړیواله ټولنه خپله بودجه ۴۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټوي