Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان به بیا د ترهګرو پر خوندي ځالي بدل نشي- ناتو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو د پارلماني پلاوي رییس وایي، افغانستان به بیا د ترهګرو پر خوندي ځالي بدل نشي.

په افغانستان کې روان کړکیچن امنیتي حالت په ظاهره ناتو اړ کړې، چې د وضعیت د څارنې لپاره مټې بډ وهي.

 په وروستیو کې د ناټو د پارلماني پلاوي رییس پایلو آلي ترهګرو ډلو ته خبرداری ورکوي، چې افغانستان به بیا ورته خوندي ځاله ونه ګرځي.

هغه زیاتوي؛ باید پرینښودل شي، چې افغانستان بیا ترهګرو ته پر خوندي مرکز بدل شي او له هغه هېواده په زیات شمېر کې خلک اروپا ته وتښتي او مونږ نه شو کولی هغه څه، چې افغانستان کې پېښيږي، جدي ونه نیسو، ځکه د بهرنیو ځواکونو  په وتلو تر هګرو  خپل فعالیت پراخ کړی دی.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د بهرنیو ځواکونو د محاربوي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته طالبانو زیاتې ساحې لاندې کړې.

ملي دفاع وزارت ویاند  دولت وزیری بیا وایي، چې له شل ترهګرو ډلو سره د افغان ځواکونو مبارزه د دې سبب شوې، چې ناامني زیاته شي.

د آلمان دفاع وزارت افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو پر مسالې غور کوي، چې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو اوسنی شمېر، چې یو سل و اتیا کسه دي، یو زرو څلور سوه ته پورته کړي.

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال  باور لري،  چې د امریکا نوې تګلارې د جګړې په ډګر کې وضعیت بدل کړی دی.

په ولسي جرګه کې  د هرات استازی غلام فاروق مجروح وایي، که امریکایان خپلې ژمنې پلې کړي؛ دا به مو په ګټه وي.         

په وروستیو کې ناتو د لومړي ځل لپاره د پاکستان په تړاو څرګند دریځ ونیوه او د هغه هېواد په خاوره کې یې د ترهګرو د خوندي مرکزونو د تړلو غوښتنه هم وکړه.

 

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!