Connect with us

تازه خبرونه

افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ستونزه نلري – غني

خپور شوی

د

ولسمشر غني وایي، حکومت یې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته چمتو دې.

نوموړی وایي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره کومه ستونزه نه لري؛ خو که د دې بهیر د څرنګوالي په اړه د حکومت پر ځای له طالبانو سره مذاکره وشي، د افغانستان جګړه به نوي پړاو ته ننوځي.

د سویس داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي ناستې څنډو کې ولسمشر غني له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په هکله د خبریالانو پوښتنو ته ځواب  کې ویلي چې افغان حکومت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته تیار دی. په یوې خبرپاڼه کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ خپره کړې، د ښاغلي غني له قوله لیکل شوي: "د افغانستان خلک د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري، خو په دې هکله خبرې مهمې دي، او که دا خبرې له طالبانو سره وشي، د نورو جګړو د پراختیا سبب به شي، او که له افغان حکومت سره خبرې وشي، حالات کیدای شي مدیریت شي."

په همدې حال کې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرو کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو څرنګوالی د بحث وړ مهمه مسئله ده، آیا امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ویستو ته تیاری نیولی دی؟

خلیل صافی، په افغانستان کې د امریکا د سولې مطالعاتو د  انستیتوت رییس، داسې وایي "دواړو خواوو د توافقامې په متن کې ویلي دي چې بهرني ځواکونه، د امریکانو په شمول، به د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې په تدریجي ډول ووځي، چې په لومړي سر کې به ۵۵۰۰ امریکایي سرتیري له ۵ اډو څخه پرته له قید او شرط څخه ووځي "

طالبان وایی، له امریکایانو سره یې  تازه خبرې پنځه ورځنۍ شوې خو  د تاوتریخوالي د کمیدو په څرنګوالي پرمختګ نه دی شوی. د طالبانو دا پخوانی چارواکی  خوش بین دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ به د سولې هوکړه وشي او په خبره یې هیله مند دی چې د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.

معتصم آغاجان، د طالبانو په واکمني کې د مالیې وزیر، وایي "خوشبیني شته چې توافقنامه امضا شي، ورسته له هغه به بی له ځنډه د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي چې هغومره به ستونزمن نه وي."

همداراز د ویلو وړ ده چې ولسمشر غني سویس کې د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره لیدنه کړې. آغلې مرکل ویلي چې هیواد یې لیوال دې چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربه توب وکړي.

تازه خبرونه

د م.م د اقلیم بدلون په کنفرانس کې افغان پلاوي د کړکېچ له نړیوالې ډلې سره وکتل

په دې کتنه کې مطیع الحق ویلي: د اقلیم بدلون یوه نړیواله پدیده ده، چې هیڅ سرحد نه پېژني او د بشر د ژوند ټول اړخونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي.                                                                                 

Published

on

 چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص د کړکېچ له نړیوالې ډلې سره د چاپېریال او اقلیم د بدلون په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې مطیع الحق ویلي: د اقلیم بدلون یوه نړیواله پدیده ده، چې هیڅ سرحد نه پېژني او د بشر د ژوند ټول اړخونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي.                                                                                 

هغه د اقلیم د بدلون د نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره پر ګډو هڅو هم ټینګار وکړ.

نوموړي په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د ستونزو او ننګونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال ټینګار وکړ، چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې د اوبو سکټور، کرنه، حیواني تنوع، ایکوسیسټم او روغتیا اغېزمنه کړې او دغه راز یې له اقلیم سره د مطابقت د پروژو پلي کېدا هم افغانستان کې بدلون اړین یادکړل.

د کړکېچ نړیوالې ډلې مسوولینو د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وایي: دا اداره د څېړنو او ارزونو پر بنسټ د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو په اړه علمي مقالې چمتو او خپروي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې ادارې افغانستان د اقلیم د بدلون له اغېزو څخه د یو زیان منونکي هېواد په توګه منعکس کړی او دې موضوع ته یې په نړیوالو فورمونو کې د ویناوو او غونډو له لارو د نړۍ د هېوادونو پام وراړولی دی.

د کړکېچ نړیوالې ډلې مسوولینو ژمنه کړې، چې د علمي مقالو او راپورونو د چمتو کولو له لارې به د افغانستان زیانونه مرستندویه هېوادونو ته رسوي او هڅه به وکړي، چې د مرسته کوونکیو پام ځانته راواړوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملابرادر له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره وکتل

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دغو پانګوالو او سوداګرو سره خبرې په زېربنایي، صنعتي، سوداګریز، ټرانسپورټي، کرنیز، اوسپنې‌پټلۍ او روغتیایي سکټورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او شته فرصتونو او ګډې همکارۍ راڅرخېدلې.

Published

on

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه ( د لړم پر اووه‌ویشتمه )له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره پر سوداګرۍ او پانګونې خبرې وکړې.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دغو پانګوالو او سوداګرو سره خبرې په زېربنایي، صنعتي، سوداګریز، ټرانسپورټي، کرنیز، اوسپنې‌پټلۍ او روغتیایي سکټورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او شته فرصتونو او ګډې همکارۍ راڅرخېدلې.

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان دا مهال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره زیات فرصتونه لري؛ هېوادني او بهرني پانګوال کولی شي، چې په دغو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو بډای هېواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وایي؛ دوی تل له هېوادنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې له مارکیټ ارزونې وروسته پانګونه وکړي.

روسي پانګوالو د افغانستان د بېلا بېلو سکټورونو په ځانګړي توګه د صنعت، ټرانسپورټ، اوسپنې‌پټلۍ، روغتیا او کرنې سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او څرګندوي، چې دوی غواړي په دې برخو کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو، صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو سرپرست وزیرانو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولینو هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې مو د ځانګړي ځواک د نیولو موضوع تر څار لاندې ده – کاناډا

د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلونونو په جریان کې ډیویډ لاوري له افغانستان څخه د شاوخوا ۱۰۰ کسانو په وتلو کې مرسته کړې وه.

Published

on

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو ويلي؛ په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي د نیول کېدو موضوع یې تر څار لاندې ده.

ټروډو دغه څرګندونې د شنبې پر ورځ ( د لړم پر شپږویشتمه ) د پیرو په پلازمېنه لیما کې د آسیا – پاسیفیک د اقتصادي همکاریو د غونډې په پای کې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

د کاناډا ټلویزیوني شبکې CTV د څو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د کاناډا متقاعد عسکر ډیویډ لاوري د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ ) د لړم یو‌ویشتمه ) کابل ته له رسېدو لږ وروسته ونیول شو.

د راپور له مخې؛ تر اوسه معلومه نده، چې دغه کاناډايي وګړی چېرته ساتل کېږي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلونونو په جریان کې ډیویډ لاوري له افغانستان څخه د شاوخوا ۱۰۰ کسانو په وتلو کې مرسته کړې وه.

هغه پخوا په افغانستان کې یوه خصوصي امنیتي شرکت درلوده.

اسلامي امارت تر اوسه د کاناډا د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!