سیمه ییز خبرونه
افغان بېسیم مخابراتي شرکت حسین بخش صفري او سمیع الله فیضي وستایل

د آزادو مبارزو دې دوه لوبغاړیو نږدې لس ورځې مخکې له هېواده بهر خپل حریفان مات کړي وه.
د افغان بې سیم مخابراتي شرکت د بازار موندنې مسوول بهروز څرګنده کړې، چې افغان بېسیم مخابراتي شرکت د آزادو مبارزو دوه ستوري حسین بخش صفري او سمیع الله فیضي وستایل.
حسین بخش صفري تېره اوونۍ خپل روسي حریف په مسکو کې د فایت نایت ګلوبل په سازمان کې مات کړی و.
بلخوا په ورته مهال عبدالسمیع فیضي هم په بلا روس کې خپل پیاوړی حریف مات کړی و.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسوولین د هېواد له لوبغاړیو سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

سیمه ییز خبرونه
هند د پاکستان لخوا د خپلو الوتکو د غورځولو ادعا ناسم معلومات ګڼي
دا رسمي غبرګون له هغې وروسته خپور شو، چې ګلوبل ټایمز د ایکس پاڼې په یوه لیکنه کې ادعا وکړه، چې د پاکستان هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې د هند د بریدونو په ځواب کې څو هندي جنګي الوتکې پر نښه کړي او رانسکورې کړې دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په چین کې د هند سفارت د چارشنبې پر ورځ د چین د دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز لخوا خپره شوې ادعا، چې پاکستان د هند جنګي الوتکې نسکورې کړي” ناسم معلومات” او بې بنسټه ادعا ګڼلې ده.
دا رسمي غبرګون له هغې وروسته خپور شو، چې ګلوبل ټایمز د ایکس پاڼې په یوه لیکنه کې ادعا وکړه، چې د پاکستان هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې د هند د بریدونو په ځواب کې څو هندي جنګي الوتکې پر نښه کړي او رانسکورې کړې دي.
د هند سفارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار وکړ، چې دا راپور د ناسمو معلوماتو د کمپاین یوه برخه ده او هیڅ حقیقت نلري.
هند د وروستیو بدلونونو په اړه خپل دریځ بیا تکراروي او د پاکستان لخوا د هندي جیټ الوتکو د غورځولو ادعا ردوي.
اوسمهال په سیمه کې د دوه اټومي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالي په کشمیر کې د تېرې میاشتې له ترهګریزې پیښې او له وروستیو متقابلو بریدونو وروسته پوره وده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې د اسلامآباد او نوي ډیلي ترمنځ د زغم او د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
د هند په هوايي او توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د راپورونو له مخې؛ دا بریدونه د پاکستان په کوټلي، بهاولپور، میردکه، باغ او مظفرآباد سیمو کې شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د چارشنبې پر سهار په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې د هند په توغندیز او هوایي بریدونو کې د استوګنو پر سیمو لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې؛ دا بریدونه د پاکستان په کوټلي، بهاولپور، میردکه، باغ او مظفرآباد سیمو کې شوي دي.
هند دا بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرې میاشتې د کشمیر په پهلګام سیمه کې له ترهګریز برید او مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي وروسته ترسره کړل.
چودري ويلي: “څه وخت وړاندې هند د بهاولپور، کوټلي او مظفرآباد په احمد ایسټ سیمه کې پر سبحان الله جومات هوايي بریدونه وکړل. دا بریدونه له درې هوايي برخو څخه ترسره شول.”
هغه زیاته کړې: “زمونږ د هوايي ځواک ټولې جیټ الوتکې په آسمان کې دي. دا بزدلانه او شرمناک برید د هند له فضايي حریم څخه ترسره شوی. دوی ته د پاکستان فضا ته د ننوتلو اجازه نده ورکړ شوې.”
چودري ټینګار کړی: “اجازه راکړئ، چې روښانه کړم؛ پاکستان به د دې برید ځواب د خپل غوراوي له مخې پخپل وخت او ځای ورکړي. دا ظالمانه لمسونه به بې ځوابه پاتې نشي.”
کله، چې له هغه د احتمالي زیانونو په اړه پوښتنه وشوه؛ هغه وویل، چې د زیانونو ارزونه روانه ده او وروسته به نور معلومات وړاندې کړي.
سیمه ییز خبرونه
هند پر پاکستان برید وکړ او پاکستان یې پېنځه هندي جنګي الوتکې رانسکورې کړې
هند اعلان کړی، چې په پاکستان کې یې د “ترهګریزو بنسټیزې ودانیو” اړوند پر نهه ځایونو بریدونه کړي دي. له دې ځایونو څخه ځینې یې د هغو سخت دریځو اسلامي ډلو سره تړاو لري، چې تېره میاشت یې د هندي کشمیر پر هندو سیلانیانو په برید کې ۲۶ کسان ووژل.

د رویټرز د راپور له مخې، هند د چارشنبې پر ورځ (د غویی اووهلسمه) پر پاکستان او پاکستاني کشمیر برید وکړاو پاکستان ادعا کړې، چې پېنځه هندي جنګي الوتکې یې رانسکورې کړې دي. دا په تېرو دوه لسیزو کې د دوه اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته شخړه یاده شوې ده.
هند اعلان کړی، چې په پاکستان کې یې د “ترهګریزو بنسټیزې ودانیو” اړوند پر نهه ځایونو بریدونه کړي دي. له دې ځایونو څخه ځینې یې د هغو سخت دریځو اسلامي ډلو سره تړاو لري، چې تېره میاشت یې د هندي کشمیر پر هندو سیلانیانو په برید کې ۲۶ کسان ووژل.
اسلامآباد ویلي، چې د پاکستان شپږ سیمې پر نښه او د بریدونو په پایله کې اته کسان وژل شوي دي.
د هند یوې دفاعي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې هندي ځواکونو د جیش محمد او لشکر طیبه او نورو افراطي ډلو مرکزونه پر نښه کړي دي. د هند د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “هند د اهدافو په ټاکلو او د عملیاتو د ترسره کولو په طریقه کې د پام وړ زغم ښودلی دی.”
دغه راز پاکستان اعلان کړی، چې د هند توغندیو درې سیمې پر نښه کړي دي.
د پاکستان پوځ یوه ویاند رویټرز ته ویلي، چې پېنځه هندي جنګي الوتکې رانسکورې شوې دي، چې دا ادعا هند تائید کړې نده.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي: “دا ټول اقدامات د دفاعي اقداماتو په توګه ترسره شوي دي. پاکستان اوس هم یو ډېر مسوول هېواد پاتې دی؛ خو مونږ به د خپل هېواد د وقار، بشپړتیا او حاکمیت د دفاع لپاره هر هغه اقدام وکړو، چې اړین دی.”
اسلام آباد دا بریدونه “یوه ښکاره جګړه ییزه کړنه” وبلله او وایي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې خبر ورکړی او ټینګار شوی، چې د هند د تیري پر وړاندې د ځواب ویلو حق لري.
عیني شاهدانو او پولیسو رویټرز ته ویلي، چې د همالیا د سیمې د جنجالي پولې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډزې هم تبادله شوې دې.
په ۱۹۴۷ کال کې له خپلواکۍ راپدېخوا هند او پاکستان د کشمیر د مسلمان اکثریت سیمې پر سر دوه ځله جګړې کړې دي. دواړه هېوادونه د سیمې د بشپړ مالکیت ادعا کوي؛ خو یوه- یوه برخه یې کنټرولوي.
له هغه وخته، چې په ۲۰۰۳ کال کې اوربند نافذ او په ۲۰۲۱ کال کې بیا تائید شو؛ د دواړو خواوو ترمنځ هدفي بریدونه ډېر کم شوي دي. په ځانګړي توګه هند له پاکستاني کشمیر څخه پر وتلو سیمو بریدونه.
کارپوهان وايي، چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر د تېرو وختونو پر پرتله ډېر دی؛ ځکه، چې د هند وروستی برید، چې د “سیندور عملیات” نومیږي؛ د تېرو عملیاتو په پرتله خورا پراخ ول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوسنی وضعیت “شرموونکی” وباله او څرګندوي: “زه هیله لرم، چې دا وضعیت ژر پای ته ورسیږي.”
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش له دواړو هېوادونو وغوښتل، چې له اعظمي پوځي زغم څخه کار واخلي.
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې د هند د بریدونو په پایله کې اته کسان وژل شوي؛ ۳۵ ټپیان دي او دوه نور ورک دي. په مقابل کې د هند پوځ ویلي، چې د پاکستاني پوځ په ډزو کې درې هندي ملکي وګړي وژل شوي دي.
هندي انځوریزو رسنیو د شپې په آسمان کې د چاودنو، اورلګېدنو او لوګيو انځورونه ښودلي او ښیي، چې د پاکستان او پاکستاني کشمیر په ځینو برخو کې خلک تښتي.
رویټرز په خپلواکه توګه بریالی شوی ندی، چې دا انځورونو تایید کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې اسلام آباد د هند بریدونو ته ځواب ورکوي؛ خو نور جزئیات یې ورنکړل.
د پاکستان ګڼ نفوسه پنجاب ایالت بېړنی حالت اعلان کړی او د روغتیايي او بېړنيو خدمتونو آسانتیاوې یې رامنځته کړې دي.
د پاکستان د پوځ یوه ویاند جیو نیوز ته ویلي، چې دوه جوماتونه د هند لخوا پر نښه شوي ځایونو کې شامل دي.
د پاکستان دفاع وزیر دا هم ویلي؛ ټول هغه ځایونه، چې برید پرې شوی ملکي وه او د هند لخوا د ترهګرو کمپونو پر نښه کولو ادعا “دروغ” ده.
له بریدونو وروسته د هند پوځ په ایکس پاڼه کې ولیکل: “انصاف تر سره شو.”
په واشنګټن کې د هند د سفارت ویاند رویټرز ته ویلي، چې شواهد په څرګنده توګه د سیلانیانو په برید کې د پاکستان میشتو ترهګرو د لاس لرلو ملاتړ کوي.
هند ادعا کړې، چې په برید کې له درې مشکوکو کسانو څخه دوه یې پاکستاني وګړي دي؛ خو هیڅ شواهد یې ندي وړاندې کړي. پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
دغه راز د انډیګو، ایر انډیا او قطر ایرویز په ګډون څو هوايي شرکتونو د هند او پاکستان په ځینو برخو کې د هوايي ډګرونو او هوايي حریم د تړل کېدا له کبله الوتنې لغوه کړې دي.
د هند د ملي امنیت سلاکار آجیت دوول د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته زنګ وواهه او لوړ پوړو هندي چارواکو هم په بریټانیا، روسیه، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې له خپلو سیالانو سره خبرې وکړې.
-
تازه خبرونه3 days ago
تېرکال د پاسپورټ ریاست ۱۳ میلیارډ افغانۍ عواید ترلاسه کړل
-
نړۍ4 days ago
کېدی شي اسرائیل په پراخو پوځی عملیاتو کې ټوله غزه ونیسي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او هند ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اسلامآباد ته رسېدلی
-
تازه خبرونه3 days ago
د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې په ګټه ندی – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه4 days ago
په تخار ولایت کې د کتاب اوونۍ ونمانځل شوه
-
لوبی5 days ago
د افغانستان کرکټ لوبډله په نړیوال نوملړ کې اووم ځای خپل کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت د اندېښنې وړ دی ـ ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان او پولنډ د افغانستان په اړه خبرې وکړې