تازه خبرونه
افغان چارواکي دې له نړۍ سره اغېزمن تعامل ته زمینه برابره کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له واکمنو چارواکو څخه د داسې زمینې برابرولو غوښتنه کړي، چې له نړیوالې ټولنې سره پرې اغېزمن تعامل ته لار اواره شي.
بلاول بوټو زرداري ويلي، په افغانستان کې سوله او امنیت د پاکستان، سیمې او نړۍ په ګټه دی او ټینګار کوي، چې پاکستان به تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.
په سپین بولدک کې د وړو سرحدي نښتو او د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې هېواد یې د ښه ګاونډ په توګه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او کړکېچونه د دواړو هېوادونو اړیکې نه شي خرابولی.
له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي وه، چې لنډ مهالی حکومت دې د سپین بولدک بندر ته څېرمه پر ملکي وګړیو د افغان سرحدي ځواکونو د ډزو له کبله، چې ۸ کسان په کې وژل شوي؛ بښنه غوښتې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري ویلي: د ترهګرۍ سکالو زمونږ لپاره ډېره مهمه ده، هیڅوک نه غواړي، چې افغانستان د سیمې د ترهګریزو بریدونو مرکز شي. مونږ هیله لرو چې واکمن چارواکي به نه یوازې د ترهګرۍ او امنیت مسلې ته سمه پاملرنه وکړي، بلکې د امنیت د ټینګولو زمینه هم برابره کړي او د افغانانو لپاره هم د ښه او خوندي ژوند چاپېریال هغسې برابر کړي، چې نړیواله ټولنه له دې هېواد سره معقول تعامل ته مخه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غوښتي، چې له نړیوالې ټولنې، امریکا او د افغانستان له خلکو سره خپلې ژمنې عملي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وایي: توماس ویست نه یوازې له حامد کرزي او د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور سره، بلکې د افغانستان د خلکو له نورو استازیو سره هم لیدلي او دا کار په منظمه توګه ترسره کیږي.
رینا امیري هم خپله دنده په منظمه توګه ترسره کوي؛ هغې تېره اوونۍ په اندونیزیا، سویس او ترکیه کې د افغان ښځو او د مدني ټولنې له مشرانو سره وکتل، څو د هغوی نظرونه واوري او له طالبانو څخه د ښځو او نجونو د حقوقو او نورو مسایلو ته د درناوي غوښتنه وکړي. مونږ ښوونځیو ته د نجونو او کار ته د ښځو له راتګ څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو. مونږ پوهېږو، چې دا د افغانستان د امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره مهم دی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد او د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني تېره اوونۍ عربي متحده اماراتو ته تللي وه او هلته یې له توماس ویست سره لیدلي، چې د دفاع وزارت هم دا خبره تأیید تاظید کړه.
د دې غونډې موخه ظاهراً د بشري حقونو د وضعیت او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه وو، خو باخبره سرچینې په دې باور دي، چې دواړو لوریو پر ډېرو مهمو او بنسټیزو مسایلو لکه له کابل سره د امریکا د اړیکو د راتلونکي، د امریکا د سفارت د بیا پرانستلو پر څرنګوالي او د نورو سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه هم خبرې کړي دې.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پر بلنه نن په دوه ورځني رسمي سفر اسلام آباد ته رسېدلی.
د پاکستان یو مهم هدف له منځنۍ آسیا سره د اړیکو د پراختیا او د یوه داسې اقتصادي دهلیز د جوړولو هڅه ده، چې دا دهلېز به د ګوادر یا کراچۍ بندر له لارې د مرکزي آسیا په وچه کې پراته هېوادونو ته د هند سمندر ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. دواړو هېوادونو یوشمېر نورې هوکړې هم لاسلیک کړې دي.
پاکستان او تاجکستان هم ګډې او جدي امنیتي اندېښنې لري. دواړه هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او ودې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د مسکو په اړه مثبت نظر لري – روسيه
اورچوک ټینګار کړی، چې د روسیې د لوی څارنوال دفتر د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په لټه کې دی.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک ويلي، چې اسلامي امارت د روسیې په اړه مثبت نظر لري.
نوموړي ویلي، چې له موجوده ننګونو سره- سره روسیه له افغانستان سره د ژورې اړیکې لپاره فرصت ویني.
د روسيې دې چارواکي ایزویستیا ورځپاڼې ته ویلي، چې د افغانستان واکمنان د روسیې په اړه مثبت چلند لري او د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ډېره لېوالتیا لري.
هغه زیاته کړې، چې د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت لرې کول به د افغانستان له اقتصادي ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره یو فرصت دی.
هغه وایي: “افغانستان ډېرې ستونزې لري؛ خو دا وړتیا هم لري، چې زمونږ په تمه دي. مونږ له افغانانو سره اړیکې لرلي. دوی غواړي پرمختګ وکړي او په سوله کې ژوند وکړي. دوی د روسیې په اړه مثبت نظر لري او د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ډېره لېوالتیا لري. سربېره پر دې که د منع شویو ډلو له نوملړه څخه د طالبانو د ایستلو پرېکړه وشي؛ نو له دې هېواد سره به د اړیکو لپاره غوره فرصتونه پرانستل شي.”
اورچوک ټینګار کړی، چې د روسیې د لوی څارنوال دفتر د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په لټه کې دی.
له دې مخکې اسلامي امارت له روسیې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښهوالي په برخه کې له پرمختګ هرکلی کړی او د نږدې اړیکو غوښتنه یې کړې وه.
مخکې له دې د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي.
کابلوف ویلي وه، چې دا ډله به د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای ونیسي؛ ځکه، چې اسلامي امارت لا تر اوسه پر رسمیت پېژندل شوی ندی.
تازه خبرونه
یوناما په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه خپل راپورخپور کړ
یوناما ویلي، چې اسلامي امارت د دې قانون د پلي کولو د ملاتړ لپاره په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو پر مشرۍ اجرائیوي کمیټې جوړې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه په یوه راپور کې لیکلي؛ د دې قانون پر بنسټ د اسلامي امارت محتسبان پراخ واکونه لري.”
یوناما ویلي، چې اسلامي امارت د دې قانون د پلي کولو د ملاتړ لپاره په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو پر مشرۍ اجرائیوي کمیټې جوړې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، دا کمیټې د امربالمعروف وزارت د زرګونو محتسبانو هڅې بشپړوي، چې ډېری یې نرینه دي.
د یوناما په راپور کې دا هم راغلي، چې په ټول افغانستان کې نرینه، ښځې، اقلیتونه او ځوانان د امربامعروف قانون د پلي کولو له کبله پر بېلابېلو درجو اغېزمن شوي دي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې له محرم پرته پر سفر د بندیز له کبله روغتیایی خدماتو ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود شوی دی.
یو شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکو یوناما ته ویل؛ دوی ته اجازه نه ورکول کیږي، چې خپلو کاري ځایونو ته ننوځي؛ ځکه، چې محرم نلري.
د یوناما دا راپور د ۲۰۲۴ کال د اګست له یوویشتمې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر یودېرشمې پورې د امربالمعروف او نهی عن امنکر د قانون د پلي کېدا پر څرنګوالي او پایلو بیاکتنه ده.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې دا وزارت په ټولو ولایتونو کې زرګونه ښځې له جبري ودونو ژغورلي او ورسره یې مرسته کړې ده.
دې وزارت زیاته کړې، چې د ناغوښتل شویو دودونو او ودونو د له منځه وړلو لپاره یې د سرغړونو مخه هم نیولې ده.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر غرضي کړیو په دې اړه د اسلامي امارت ټولې لاسته راوړنې له پامه غورځولي او غواړي د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو ذهنیتونه مغشوش کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه د ترکیې پر کوربتوب جوړه شوه
په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو نن سهار (پنجشنبه د وري یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) غونډه پرون په استانبول کې وشوه او نن به هم روانه وي.

په کابل کې د ترکیې سفارت څرګنده کړې، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې د دوهیمې ورځې غونډه هم د مرستندویه هېوادونو په ګډون په استانبول کې جوړه شوه.
په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو نن سهار (پنجشنبه د وري یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) غونډه پرون په استانبول کې وشوه او نن به هم روانه وي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پلانونو په اړه بحث وشي، چې د هېوادونو د نوښتونو او پروژو ترمنځ د همغږۍ د ډاډمنولو له پلوه اړین دی.
د یادونې ده، چې یوناما له دې مخکې د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د افغانانو لپاره حیاتي ملاتړ روان وساتي.
-
تازه خبرونه3 days ago
پاکستان له اسلامي امارت سره د توافقاتو د له منځه وړلو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
ایټالیا ۷۰۰ افغانانو ته پناه ورکوي
-
لوبی5 days ago
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نیپال ته د یوې منډې پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
د اختر په ۳ ورځو کې ۱۲ زره ۲۱ سیلانیانو بلخ ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
نړۍ باید افغانستان هېر نکړي – د ازبکستان ولسمشر
-
لوبی2 days ago
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې د نیپال پر وړاندې د ۵۰ آوریزو لوبو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days ago
ټرمپ له افغانستان سره د خپلو مرستو د بندولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري4 days ago
په هېواد کې د برښنا صندقونو د ساتنې او څارنې لپاره ځانګړی فیس وضع شو