تازه خبرونه
افغان ځواکونو د پاکستان دوه پوستې ویجاړې کړې
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستانيو ځواکونو د ملکي خلکو کورونه پر نښه کړي، چې له کبله يې يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې تېره ورځ پاکستانيو ځواکونو د ملکي خلکو کورونه پر نښه کړل، چې په کې یوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شول؛ خو افغان ځواکونو د جګړې په پایله کې د فرضي کرښې هاغې غاړې ته د پاکستان دوه سرحدي پوستې ویجاړې کړې.
عبدالمتین قانع زياته کړې، چې پرون په تورخم کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د غوړکي په اړوند سيمه کې پاکستانيو ځواکونو لومړى پر افغان ځواکونو ډزې وکړې، چې بیا له ځوابي بريد سره مخ شول.
هغه وایي: زمونږ امنيتي ځواکونه چمتو دي، چې په هر حالت کې له خپلې خاورې دفاع وکړي او هر ډول غير قانوني حرکت ته ځواب ووايي.
رویټرز خبري سرچینې خبر ورکړی، چې په جګړه کې د پاکستان درې ملیشې هم ژوبلې شوې دي.
د ډیورنډ فرضي کرښه د بریټانیاوي ښکېلاک له وخته پاکستان ته په میراٍق پاتې ده، چې تل په کې د اړوند ځواکونو ترمنځ نښتې کیږي.