Connect with us

تازه خبرونه

افغان ځواکونو د پاکستان دوه پوستې ویجاړې کړې

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستانيو ځواکونو د ملکي خلکو کورونه پر نښه کړي، چې له کبله يې يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې تېره ورځ پاکستانيو ځواکونو د ملکي خلکو کورونه پر نښه کړل، چې په کې یوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شول؛ خو افغان ځواکونو د جګړې په پایله کې د فرضي کرښې هاغې غاړې ته د پاکستان دوه سرحدي پوستې ویجاړې کړې.

عبدالمتین قانع زياته کړې، چې پرون په تورخم کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د غوړکي په اړوند سيمه کې پاکستانيو ځواکونو لومړى پر افغان ځواکونو ډزې وکړې، چې بیا له ځوابي بريد سره مخ شول.

هغه وایي: زمونږ امنيتي ځواکونه چمتو دي، چې په هر حالت کې له خپلې خاورې دفاع وکړي او هر ډول غير قانوني حرکت ته ځواب ووايي.

رویټرز خبري سرچینې خبر ورکړی، چې په جګړه کې د پاکستان درې ملیشې هم ژوبلې شوې دي.

د ډیورنډ فرضي کرښه د بریټانیاوي ښکېلاک له وخته پاکستان ته په میراٍق پاتې ده، چې تل په کې د اړوند ځواکونو ترمنځ نښتې کیږي.

تازه خبرونه

د کابل- غزني لويې لارې د دوه‌يمې برخې جوړولو کار پيل شو

د کابل او غزني تر منځ دوه‌یم سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري او په دې لاره کې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه هم شته.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل-غزني لویې لارې د دوه‌یمې برخې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د ټرانسپورتي او مواصلاتي تاسیساتو جوړولو هڅې د اسلامي امارت بنسټیزه موخه ده.

د دې لويې لارې د جوړولو لګښت درې ميليارډ افغانۍ اټکل شوى او لګښت به يې د درې نيمو کلونو په موده کې د موټر چلوونکیو د حق‌العبور له لارې بشپړ شي.

په دې مراسمو کې ملا عبدالغني برادر ويلي، چې د دې سړک له جوړېدو سره به لسګونه نوي کاري فرصتونه رامنځته شي او دغه سړک به د کابل او غزني ترمنځ سوداګريزې اړيکې هم  پياوړې کړي.

ملا برادر زیاته کړې، چې د کابل- کندهار لویه لار مرکز او سوېل سره نښلوي او له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو سره به د سوداګرۍ لار هم پیاوړې شي.

د کابل او غزني تر منځ دوه‌یم سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري او په دې لاره کې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه هم شته.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال له هېوادوالو څخه وغوښتل، چې د دغې ملي پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي، چې کارونه يې پخپل وخت بشپړ شي.

ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د قراردادي شرکت له مسوولینو هم وغوښتل، چې د سړک کیفیت ته پوره پاملرنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

که عدالت نه وي، نظام حاکم پاتې کېدی نشي – د اسلامي امارت رهبر

په یوه پیغام کې، چې له بلخ ولایت څخه خپور شوې؛ د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة‌الله اخوندزاده د دې ولایت له چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې که عدالت نه‌وي او شخصي اړیکې او غوښتنې زیاتې شي؛ بیا، نو دا نظام حاکم پاتې کېدی نشي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر د هېواد شمالي، شمال ختیځو او شمال لویدیځو ولایتونو ته په خپل سفر کې له چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د ولسونو ترمنځ پر یووالی او همغږس ټینګار کړی او واییګ که عدالت نه وي، دا نظام حاکم باتې کېدی نشی.

په یوه پیغام کې، چې له بلخ ولایت څخه خپور شوې؛ د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة‌الله اخوندزاده د دې ولایت له چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې که عدالت نه‌وي او شخصي اړیکې او غوښتنې زیاتې شي؛ بیا، نو دا نظام حاکم پاتې کېدی نشي.

د اسلامي امارت مشر ویلي: که ظلم، ترهه، غوښتنې وي او زورواکي محاکمه نشي، بوسه محاکمه شي، کارونه پر واسطه شي او عدالت پلی نشي؛ دا نظام به پاتې نشي.

دغه راز د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت رهبر د بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو له چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې د ولسونو ترمنځ پر یووالي او همغږۍ ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم ویلي، چې مولوي هبة‌الله اخوندزاده د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د هېواد د قومونو ترمنځ د یووالي لپاره کار وکړي.

ویل کیږي، چې په دې سفر کې د اسلامي امارت رهبر د خلکو د ستونزو له اوریدو وروسته د حل په موخه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کیږي

دغه سفارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې اسلامي امارت د ناروې او نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ته یو مکتوب استولی او څرګندوي؛ په دغو هېوادونو کې د مېشتو افغان استازولیو قونسلي کړنلارې او تصدیق شوي اسناد، چې له تېرو درې کلونو راپدېخوا له کابل سره سیاسي اړیکې نلري؛ باطل او د باور وړ ندي.

Published

on

په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د سپټمبر تر دولسمې به خپل فعالیتونه ودروي او د سفارت ودانۍ به د ناروې بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.

دغه سفارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې اسلامي امارت د ناروې او نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ته یو مکتوب استولی او څرګندوي؛ په دغو هېوادونو کې د مېشتو افغان استازولیو قونسلي کړنلارې او تصدیق شوي اسناد، چې له تېرو درې کلونو راپدېخوا له کابل سره سیاسي اړیکې نلري؛ باطل او د باور وړ ندي.

د دغه سفارت د څرګندونو له مخې؛ د يادو شويو ادارو د ټولو ډيپلوماټانو د ماموريت د پاى ته رسېدو اعلان هم شوى دى.

په اعلامیه کې راغلي؛ د ناروې بهرنیو چارو وزارت چارواکو د اسلامي امارت احکام یوه قانوني ستونزه ګڼلې او هغه د پلي کېدا وړ بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په لندن کې د پخواني حکومت سفیر زلمي رسول هم په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د بریټانیا د حکومت د رسمي غوښتنې له مخې په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه د سپټمبر تر اووه‌ویشتمې بندیږي.

دا په اروپا کې د افغانستان دوه‌یم سفارت دی، چې د کوربه هېواد په امر به وتړل شي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ترکیې ته د تېرې اوونۍ د سفر پرمهال ویلي وه، چې ډېر ژر به د غوره پرمختګونو خبرونه واورئ

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!