تازه خبرونه

افغان پلاوي له ازبک مشرانو سره پر اقتصادي پراختیا خبرې وکړې

Published

on

Last Updated on: زمری ۴, ۱۴۰۱

د دوشنبې پر ورځ ( زمري درېیمه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په تاشکند کې له خپل سیال ولادیمیر نوروف سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې پر ورځ د زمري ۳ ) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي؛ په دې کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د تاشکند په نړیواله غونډه کې د افغان پلاوي له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه.

هغه ویلي؛ د ترمز، مزار شریف، کابل، پېښور د اوسپنیزې پټلۍ پر پروژې کار روان دی، چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به منځنۍ آسیا او سویلي آسیا سره ونښلول شي او پدې توګه به د افغانستان اقتصاد وده او پراختیا وکړي.

امیر خان متقي د ریل پټلۍ د پروژې په اړه د افغانستان چمتووالي ته په نغوته کې ویلي؛ په دې اړه له ازبکستان او پاکستان سره په خبرو کې ښه پرمختګ شوی او اوس به یې عملي کار پیل شي.

Trending

Exit mobile version