Connect with us

لوبی

افغان پلاوي د المپیک نړیوالې کمېټې له چارواکو سره وکتل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲۹, ۱۴۰۰)

اسوشیټیډ پریس څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامی امارت به افغان ورزشکارانو ته اجازه ورکړی، چی په نړیوالو لوبو کی برخه واخلی.

تېره پنجشنبه د افغانستان اسلامي امارت ګومارل شوي پلاوي په قطر کې د المپیک نړیوالې کمېټې له چارواکو سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت د بدني روزنې او سپورت چارسمبالي انجنیر نظرمحمد مطمتین پر مشرۍ یوه پلاوي د المپیک د نړیوالې کمېټې له مسوولینو سره وکتل.

د المپیک نړیوالې کمیټې (آی او سي) او د آسیا المپیک شورا (آی او سي) ژمنه کړې، چې د افغان لوبغاړیو او روزونکیو لپاره به د روزنې زمینه برابره کړي.

د یادې کمېټې د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د المپيک نړيوالې ټولنې مسوولينو له افغان المپيک سره د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او څرګندوي، چې د افغان ورزشکارانو لپاره به ورزشي وسايل برابر کړي.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د بدني روزنې او ورزش چارسمبالي د المپيک نړيوال سازمان او آسيايي المپيک د مسوولينو له دغې هڅې هرکلى وکړ او له قطري المپيک څخه يې هم مننه وکړه، چې د دغو غونډو لپاره يې زمينه برابره کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د المپیک نړیوالې کمېټې او متحدینو یې  ژمنه کړې، چې د افغانستان له المپیک سره به هراړخیزې مرستې روانې ساتي.

له بلې خوا د المپیک نړیواله کمېټه په پام کې لري، چې افغانستان ته د بدني روزنې د وضعیت د لیدلو او څېړلو لپاره یو باصلاحیته استازی راواستوي.

دغه راز دې څانګې ملي ټیمونو ته د بورسونو ژمنه هم کړې ده.

د بدني روزنې ریاست وايي، په بېلابېلو ورزشي برخو کې د ملي لوبډلو لپاره د سکالرشیپونو د پروګرامونو ژمنه هم شوې او په دې اړه پرېکړه شوې، چې د افغانستان د المپیک ټاکنې دې د المپیک له منشور سره سم ژر تر سره ترسره شي.

همدارنګه په تېرو درې مياشتو کې د هېواد د بدني روزنې د بېلابېلو څانګو ورزشکارانو د افغانستان لپاره د پاکستان او ترکيې له سياليو څخه ښې پايلې ترلاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اشرف غني له تېښتې او د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د بدني روزنې او سپورت المپیک کمېټې پخوانی مشر له هېواده تښتېدلی دی.

لوبی

راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د ۱۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دغه اعلان شوي نوملړ کې راشد خان ارمان د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه راغلی دی.

نوموړی د ملا د درد له کبله له اوږده ځنډ وروسته لوبدلې ته راستون شوی دی.  

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبدلې به له نړیوالو یو ورځنیو او ټیسټ لوبو وروسته د مارچ پر پېنځلسمه، اووه‌لسمه اواتلسمه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې سره ولوبیږي.

د افغانستان د لوبغاړو نوملړ:

راشد خان ارمان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، محمد نبي، ننګیال خروټی، عظمت الله عمرزی، نور احمد، مجیب الرحمن، وغادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او فضل الحق فاروقي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ دوه‌یمه اتلولي هم خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه هم له ایرلنډ څخه د ۱۱۷ منډو پر توپیر وګټله او په عربي متحده اماراتو کې یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ اتلولي خپله کړه.

په دې لوبه کې، چې تېره شبه ترسره شوه افغان لوبغاړی محمد نبي پر ۵ ویکټو د افغانستان غوره لوبغاړی شو او ننګیال خروټی هم په دې لوبه کې ښه ځلیدلی دی.

افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ګټلې او د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه‌یمه لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه؛ خو درېیمه لوبه یې هم د ځان پر ګټه راوڅرخوله.

که څه هم ایرلنډ د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې توپ‌اچونه غوره کړه؛ خو افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ایرلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.

په لومړۍ نیمايي کې حشمت الله شهیدي د ۶۹ منډو پر جوړولو د نورو افغان لوبغاړو پر پرتله ښه وځلید.

په دوه‌یم اور کې د ایرلنډ لوبډلې په ۳۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ۱۱۹ زیاتې منډې یې جوړې نه کړی شوې.

محمد نبي، چې د دې سيالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو، پېنځه ايرلنډي لوبغاړي يې له سيالۍ لرې او ننګيال خروټي هم څلور مخالف لوبغاړي له منځه يوړل.

د یادونې ده، چې محمد نبي په لوبه کې ښه وځلید؛ خو په ټول لوبلړ کې رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

Continue Reading

لوبی

راشد خان د ایرلینډ پر وړاندې په ۲۰ اوریز لوبلړ کې لوبه کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۲)

د افغانستان  کرکټ ستوری راشد خان، چې د تېر کال په نومبر میاشت کې د ملا پر درد اخته شوی و؛ اوس روغ شوی او د ایرلینډ پر وړاندې به په ۲۰ اوریز لوبلړ کې، چې د جمعې پر ورځ پیلیږي لوبه وکړي.

راشد خان د افغانستان کرکټ بورډ سره په خپله مرکه کې ویلي؛ دی به د هند په غوره لیګ کې هم برخه واخلي، چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې پر ورځ پیل شي.

هغه زیاته کړې: پلان مې دا دی، چې په راتلونکیو (د آیرلینډ پر وړاندې ۲۰ اوریزو لوبلړ ) سیالیو کې د هېواد استازیتوب وکړي او تمرینات یې روان دي او نن دوه‌یمه ورځ ده او له نیکه‌مرغه ښه ترسره شول. هیله من یم، چې راتلونکې ورځې به هم ښې وي او بیا کولی شم یو ځل بیا ملي کمیس واغوندم او د خپل هېواد لپاره ښه کار کول روان وساتم.

نوموړی په دې باور دی، چې د هند په غوره لیګ کې لوبېدل به له ده او نورو افغان لوبغاړو سره مرسته وکړي؛ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې، چې ټاکل شوې د جون په میاشت کې پیل شي ښه وځلېږي.

هغه زیاته کړې: ښه خبره دا ده، چې زمونږ ډېري لوبغاړي به د هند غوره لیګ کې ولوبیږي او دا به د نړیوال جام لپاره ښه چمتووالی وي او مونږ به له هغو کسانو سره هم اړیکه ونیسو، چې په دې لیګ کې به نه وي (د هند غوره لیګ ) ښه کار وکړو.

راشد خان پر وروستي ځل څلور میاشتې مخکې په ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام کې له سویلي افریقا سره لوبېدلی و.

 

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!