تازه خبرونه
افغان ولسمشرغني په دوحه کې له طالبانو سره نه، بلکې له حکومتي پلاوي سره ویني

تاکل شوې، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی به د قطر په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د حکومتي پلاوي له غړیو سره وویني.
د دوشنبې پر ورځ له غرمې مخکې اشرف غني په کویت کې له نوي امیر سره ولیدل او بیا یې د ارواښاد امیر شیخ صباح الاحمد الجابر په جنازه کې ګډون وکړاو بیا قطر ته ولاړ.
ولسمشر ته نږدې یوې سرچینې رویترز ته ویلي: له قطري چارواکو سره څو غونډې پلان شوي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا سربېره به پر بېلابېلو ګډو همکارۍ راوڅرخي.
سرچینې زیاته کړې؛ ولسمشر به له هغو افغان استازیو سره هم وګوري، چې له طالبانو سره د خپلمنځی خبرو لپاره د قطر دوحې ته راغلي دي.
سرچینې دا هم ویلي: خو دا ښکاره ده، چې اشرف غنی به له طالب چارواکو سره ونه ویني؛ ځکه، چې تاوتریخوالی کم شوی ندی او دوی د بی ګناه ملکي وګړیو وژل روان ساتلي دي.
په قطر کې د خپلمنځي خبرو د حکومتي پلاوي غړي نادر نادري ویلي؛ قطر ته د ولسمشر غني سفر له دې هېواد سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره تر سره شوی او د افغانانو له خبرو سره نېغه اړیکه نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې ځنډیدلي دي او ویل کیږي، چې تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد له واشنګتن څخه دوحې ته ولاړ او له دواړو پلاویو سره یې ولیدل او دمګړۍ یې د تاجکستان په ګډون د سیمه ییزو هېوادونو له مشرانو سره د سولې او امنیت په اړه خپلې لیدنې روانې ساتلي دي.