Connect with us

روغتيا

افغان ولسمشرحامد كرزي ومنله، چې اداري او امنيتي چارې نيمگړې دي

خپور شوی

د

افغان ولسمشر حامد كرزي  د  بي بي سي  ټلويزيون له نړيوالې شكبې سره په ځانگړې مركه كې ويلي، چې: د استاد برهان الدين رباني له ترور وروسته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې ستونزمنې شوي. ولسمشرټينگاركړى، چې: كه د وسله والو طالبانو ادرس مشخص شي؛ نو دوى به ور سر خبرې وكړي. هغه د امنيت نشتوالى په افغانستان كې يوه لويه ستونزه بللې او وايي، چې: د لس كلونو په تېرېدو افغان دولت او نړيواله ټولنه د امنيت په تينگښت كې پاتې راغلي دي. هغه زياته كړې، چې: نړيوالې ټولنې د افغان پوځ د پياوړتيا او روزنې په برخه كې، چې د افغانستان د ثبات لپاره اړين ول،  په وخت د پام  وړ گامونه پورته نكړل. د افغانستان ولسمشرحامد كرزي ټينگار كړى، چې: مونږ د روزنې په برخه كې ښه كارونه وكړل، په روغتيايي برخه كې ډېر پرمختگونه شوي، اقتصادي برخه له ستونزو سره – سره ښه ده، خو د امنيت په ټينگښت كې پاتې راغلو، چې دا زمونږ او زمونږ د ملگرو كمزوري ښيي. افغان ولسمشر وايي، چې: په افغانستان كې د ناامنيو ريښې په بهركې دي او پر بهرنيو ځواكونو بريدونه هم  له افغانستان څخه بهر پلان كيږي. نوموړى وايي: په ټوليزه توگه پاكستان بايد خپل تگلورى بدل كړي. پاكستان د افغانستان او طالبانو په وړاندې ځانگړى سياست لري او طالبان د پاكستان له ملاتړ پرته هيڅ كار هم نه شي كولى. حامد كرزي په بشپړ ټينگار څرگنده كړې، چې: طالبان افغانان دي- يو افغان او يو ورور. زه غواړم، چې د دغه افغان ورور ادرس معلوم كړم. د استاد رباني له وژنې وروسته ثابته شوه، چې ثابت ادرس نشته. هر وخت، چې ادرس پيدا شو او طالبانو باوري سړى راوليږه ؛ نو كولى شو، چې له يوه افغان څخه بل افغان ته پيغام وليږدوو او خبرې ور سر پيل كړو. دحامد كرزي په باوردوى په تېرو لس كلونو كې د فساد په مخنيوي كې هم پاتې راغلي، چې اصلي لامل يې بهرني هېوادونه دي. هغه د لومړي ځل لپاره منلې، چې په دوه زره څوارلسم كال كې به له قدرت څخه گوښه كيږي او د ځاى ناستې لپاره يې هم ځيني گامونه اخيستي دي. افغان كارپوهان د ولسمشر د څرگندونو په اړه  بېلابېل نظرونه لري: د سياسي چارو كارپوه سيد مسعود د امنيت په راوستو كې د افغان دولت او نړيوالو ځواكونو د پاتې راتلو لامل د دواړو خواوو ترمنځ د همغږى نه شتون بولي. د سياسي چارو كارپوه احمد سعيدي بيا د پاكستان په اړه د افغانستان پرسياست نيوكه كوي او وايي، چې: افغانستان تل د پاكستان په باب له تكتيكې سياست كار اخيستى دى. دا څرگندونې په داسې حال كې راپورته كيږي، چې روان كال د افغانستان لپاره مهم او برخليك جوړونكى كال نومول شوى دى. په دغه كال كې به  د بن دوه يم كنفرانس او د امنيتې مسووليتونو دوه يم پړاو تر سره شي. د چارو څارونكي په دې باور دي، چې افغان ولسمشر هڅه كوي نړيوالې ټولنې ته يقين وركړي، چې د گاونډ هېوادونو او په خاص ډول د پاكستان لپاره يې ځانگړى سياست خپل  كړى دى.
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

روغتيا

د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري

د هرات حوزوي روغتون ۶۵۰ بستره لري، چې هره ورځ له ۱۰۰۰ د ډېرو ناروغانو خدمت کیږي. د دې روغتون په بېلابېلو څانګو کې پر هر بستر دوه ناروغان تر درملنې لاندې دي.

Published

on

Continue Reading

روغتيا

په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري شي – نورجلال جلالي

دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نورجلال جلالي چین ته د خپل سفر پر مهال د سنتي طب په نړیوال کنفرانس کې د سیمې لپاره د سنتي طب په اړه د روغتیا نړیوالې ټولنې او شانګهای همکاریو ټولنې همکاري اړینه یاده کړه او څرګندوي، چې په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري او د عصري طبابت یوه برخه شي.

دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.

هغه دغه راز د سنتي طب په برخه کې د چين او افغانستان پر دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ اووایيو چې په دې برخه کې باید د ظرفيتونو لوړولو، تجربو شريکولو او  څېړنو زمینه برابره شي.

د يادونې ده، چې دا مهال په عامې روغتيا وزارت کې د سنتي طب رياست جوړ شوى، چې د ډاکټرانو د کار پر سمون، تګلارو او لارښوونو کار کوي.

Continue Reading

روغتيا

په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ پېښې مخ پر زیاتېدو دي – د روغتیا نړیواله ټولنه

دې ټولنې د خپلې بېړنۍ کمیټې په څلوېښتمه غونډه کې د افغانستان د کور پر کور ګوزڼ واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو په پېښو کې ۲۸۳ سلنه او په پاکستان کې د ۲۰۲۳ ز. کال پر پرتله ۵۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دې ټولنې د خپلې بېړنۍ کمیټې په څلوېښتمه غونډه کې د افغانستان د کور پر کور ګوزڼ واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: د بېړنۍ کمیټې له وروستۍ غونډې راپدېخوا د پولیو ۵۱ نوې پېښې ثبت شوي، چې ۱۷ یې په افغانستان او ۳۴ په پاکستان کې دي، چې له دې سره په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو پېښو شمېر ۶۲ ته ورسېد. دا په افغانستان کې د پولیو ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښيي. دا د ټول ۲۰۲۳ کال په پرتله په پاکستان کې د چاپېریال د نمونو په شمېر کې ۵۵۰ سلنه زیاتوالی دی. په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۲۰۴ ته لوړ شوی.

د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څه ندي ویلي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو او فلج ناروغي په کې نده ختمه شوې.

د پولیو نښې د هر ناروغ ماشوم لپاره توپیر لري؛ تبه، زړه بدوالی، کانګې، د اشتها کموالی، کمزوری، د معدې درد او د ستوني درد د پولیو تر ټولو عامې نښې دي.

د ډاکټرانو په وینا کمزوري روغتیايي خدمتونه، د پوهاوي نشتوالی، بې سوادي، د نفوسو تراکم،  د اسهال ډېر خپرېدل او د ګوزڼ واکسین کم پوښښ هغه عوامل دي، چې د پولیو ویروس د خپرېدو لامل ګرځي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!