تازه خبرونه
افغان حکومت کولی شي افغانستان له اقتصادي سقوط وژغوري

نړیوال بانک په ډاګه کړې، چې که د افغانستان نوی حکومت وغواړي کولی شي دغه هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري.
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، طبیعي سرچینو ته لاسرسی آسانه دی او سوداګرو او خیریه بنسټونو ته د کار زمینه برابره شوې؛ نو له همدې کبله شونې ده، چې افغانستان له اقتصادي سقوط څخه وژغورل شي، خو په دې اړه د نوي حکومت هڅې پوره اړینې دي.
د دغه راپور په ځينو برخو کې له افغانستان سره په اقتصادي پروژو کې د همکارۍ بهیر له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د نوي حکومت پر ژمنو مشروطې شوې دي. په داسې حال کې، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د نړیوالو له مشروطو مرستو او همکاریو څخه ډډه کړې.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړې؛ مونږ له نړیوالو سره په هره برخه کې که هغه بشری وي او یا اقتصادي د ښې همکارۍ غوښتونکي یو؛ خو مونږه مشروطي همکارۍ نه غواړو.
د هېواد د خصوصي سکتور غړي هم تر یوه بریده د نړیوال بانک وروستی راپور تائیدوي؛ خو زیاتوي، چې د افغانستان اقتصادي نظام له بحران څخه د وتلو په حال کې دی او دوی هم له نړیوالې ټولنې سره د حکومت د اړیکو پراخولو غوښتنه کوي، چې ورسره د هېواد د اقتصادي پراختیا پر وړاندې شته ستونزې راکمې او پانګونې ته زمینه برابره شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: د پخوا پر پرتله د افغانستان اقتصاد د ښه کېدو پر لوري د حرکت په حال کې دی؛ خو د پانګونې د پراختیا لپاره باید له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې پرا خې او تنظيم کړو.
د صنایعو او کانونو خونې مشر شېر باز کمین زاده ویلي؛ مونږ د نړبوال بانک دا راپور منو؛ خو هیله داده، چې دوی د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې ستونزې را جوړې نکړي.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ که نوی حکومت د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېدي، اقتصادي سرچینې په شفافه او سمه توګه مدیریت کړي او په دې تړاو نړیوالو ته ډاډ ورکړي، نو د اقتصادي سقوط د مخنیوي پوره امکانات شته دی.
ویل کیږي، چې د نړیوالې ټولنې په غوښتنو کې د بشري حقونو رعایت، د نجونو د زدکړو او کار حق ته درناوی او نور هغه موارد راځي، چې د افغانانو په ګټه دي.