تازه خبرونه
افغان حکومت د ښه نیت او رغنده ارادې په روحیه خپلمنځي خبرو ته حاضر دی – د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ د اروپايي اتحادیې او کانادا د مشرانو له خبرو، چې د سولې په اړه یې کړي هرکلی کوي او څرګندوي؛ حکومت په بشپړ ډول هوکړې ته رسیدلي، چې د خبرو اترو له لارې د شخړې پای ته رسولو فرصت ترلاسه کړي.
بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر سهارپه ډاګه کړې؛ د افغانستان حکومت د “ښه نیت او رغنده ارادې په روحیه” خبرو اترو ته لار اواروي.
د بهرنیو چارو وزارت د طالب بندیانو خوشې کیدو ته په نغوته کې ویلي؛ د بېلګې په توګه دا اقدام پخپله د اعتماد رامنځته کولو لپاره ښه نیت دی، که څه هم دا د افغان حکومت مسوولیت هم نه و.
د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو وغوښتل، چې اوربند ومني او د تاوتریخوالي د ژر کمولو لپاره هوکړه وکړي؛ ځکه د افغانستان حکومت د سولې د خبرو اترو د پای ته رسولو نیت لري او هیله من دی، چې ټول افغانان، میرمنې او سړي د خپلو اساسي حقونو په لرلو خپل کارونه روان وساتي.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د یکشنبې پر ورځ د اروپايي اتحادیې کابل میشتي مشر او د کانادا سفیر له طالبانو سره د خبرو اترو په بهیر کې د تېرو ۱۹ کلونو ټول دیموکراتیک او د بشري حقونو لاسته راوړنې د ساتلو غوښتنه وکړه.
اروپايي اتحادیې او کانادا دغه راز له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې سمدلاسه خبرې پیل او روانې اوږدې جګړې ته د خبرو اترو له لارې یو جوړجاري تر لاسه کړي.