Connect with us

بی بی سی پښتو

افغان حکومت او طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځې اوربند اعلان کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۵, ۱۳۹۹)

وسله والو طالبانو شنبه ماښام وویل، د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځو لپاره اوربند کوي او وسله وال به یې پر (دوښمن) هېڅ برید نه کوي. د طالبانو له دې اعلان شېبې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې ګام هرکلی وکړ او د حکومت لخوا یې هم درې ورځې اوربند اعلان کړ.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، د طالبانو مشرتابه لارښوونه کړې، چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې به پر (دوښمن) هیڅ یرغلیز برید نه کېږي.

شېبې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې د طالبانو د دې ګام هرکلی کوي او افغان ځواکونو ته امر کوي چې درې ورځې دې اوربند وکړي.

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر خپله ټوېټر پاڼه د طالبانو لخوا د اوربند د پرېکړې هرکلی کړی دی. نوموړي پر افغان ولسمشر هم غږ کړی چې ځوابي اوربند وکړي او هیله یې ښودلې چې دا ګام به د تاوتریخوالي کمولو، د بندیانو تبادلې او بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

خو دواړو خواو ویلي چې که چېرته د مقابل لوري لخوا پر دوی برید کېږي نو دوی ځوابي برید او د ځان دفاع کولی شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د دې ډلې له وسله والو غوښتل شوي، چې د مقابل لوري تر کنټرول لاندې سیمو ته د تلو اجازه نه لري او نه هم مقابل لوري ته اجازه شته چې د طالبانو سیمو ته ورشي.

https://twitter.com/ashrafghani/status/1264274100882677761

د خلیلزاد لخوا د اوربند هرکلی:

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند اعلان هرکلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دې ګام سره به د افغان سولې راتلونکو ګامونو لپاره لاره هواره شي. نوموړي دا یو داسې طلایي فرصت بللی چې باید ضایع نشي.

نوموړي یو ځل بیا د پاتې زندانیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده او پر دواړو خواو یې غږ کړی چې تاوتریخالي بیا ډېر نکړي.

درې ورځې مخکې (مې ۲۰) ښاغلي خلیلزاد کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. وروسته د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي وو، دواړو لوریو د افغان حکومت او طالبانو له مخامخ خبرو وړاندې پر اوربند ټینګار کړی دی.

اعلامیه کې ویل شوي وو “دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند په ټینګښت او د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ “.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، زلمي خلیلزاد تیاری وښود چې یاده موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.

خو څرګنده نه ده چې د طالبانو لخوا د اوربند اعلان کې د امریکا حکومت او پخپله ښاغلی خلیلزاد هم کوم رول لري او که نه.

له سختې جګړې وروسته اوربند:

په وروستیو میاشتو کې افغان حکومت، امریکایي چارواکو، ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو ادارو له طالبانو غوښتنه کړې وه چې تاوتریخالی کم کړي او د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره دې اوربند اعلان کړي.

خو طالبانو تر دې دمه دا ټولې غوښتنې رد کړې وې او برعکس په تېرو څو میاشتو کې په ټول افغانستان کې جګړه لا پسې توده شوې وه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې مې میاشتې پر ۱۲ مه په یوه ویډيویي وینا کې افغان وسلوالو ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته راووځي او د “دښمن” پر ضد خپل پوځي عملیات یو ځل بیا پیل کړي.

ولسمشر غني دا امر په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته وکړ.

ولسمشر غني وویل، طالبانو د سولې او اوربند په تړاو د افغان حکومت او خلکو د غوښتنو برعکس خپل بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

خو طالبانو هغه مهال تور لګولی و چې افغان ولسمشر د جګړې په اعلان سره خپل واک غځول غواړي. د دې ډلې دریځ دا دی چې له امریکا سره په شوې هوکړه کې له افغان حکومت سره د اوربند شرط نه دی یاد شوی.

اورکم پسې اوربند:

له دې مخکې د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د اورکم په نامه یوه اونۍ د سږ کال د فبروری پر ۲۲ نېټه پيل شوه چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم د غځولو غوښتنه کړې وه، خو د مارچ پر لومړۍ نېټه وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې د اورکم موده پای ته رسېدلې ده او پوځي وضعیت بېرته عادي حالت ته ستنېږي.

له هغه اعلان سره سم افغان امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل چې وسله والو طالبانو په ګڼو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

د ۲۰۱۸ کال په جون کې تر اختر وړاندې افغان حکومت یوازې له وسله والو طالبانو سره د اوربند غږ وکړ او د پلي کولو ژمنه یې وکړه چې وسله والو طالبانو هم د اختر په ورځو کې د اوربند کولو وعده ورکړه.

هغه مهال ګڼ شمېر طالبانو د هېواد په لویو ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې له افغان ځواکونو سره یو ځای د اختر لمونځ ادا کړ او د اختر پر څلورمه د ولسمشر غني له لوري د اوربند له تمدید وروسته هم په ازاده توګه ګرځېدل چې د ملکي وګړو له تود هرکلي سره مخامخ شوي وو، خو داسې رپوټونه هم وو، چې ځینې طالب مشران په دې اړه خوښ نه وو.

Advertisement

بی بی سی پښتو

بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۰)
Photographers and cameramen

AFP

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.

بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.

پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.

دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو نیول شویو خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.

طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.

د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې

.

Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.

په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.

د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟

د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:

طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو.

طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.

د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:

موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي.

د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
.

Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، “تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي”.

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، “د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري”.

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، “افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري”.

نوموړې زياته کړه چې “نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی”.

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، “نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري”.

اغلې انوري وويل، “نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې”.

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، “دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی”.

نوموړې وويل چې “افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري”.

اغلې سعيد زياته کړه، “د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي”.

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
افغانستان

Getty Images
ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.

ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی.

https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045

په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.

د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

EPA
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.

طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.

دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.

په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!