Connect with us

بی بی سی پښتو

افغان جګړه: امریکا د جنګي جرمونو د تورونو پر څېړونکو بندیزونه ولګول

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۳۹۹)
President Donald Trump and Secretary of State Mike Pompeo

Getty Images
د ټرمپ له فرمان وروسته د امریکا د بهنریو چارو وزیر نړیواله جنایي محکمه نمایشي محکمه وبلله.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هاګ محکمې پر هغو قضايي چارواکو بندیزونه ولګول څوک چې دا پلټي چې ايا امريکايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جرمونه ترسره کړي او که نه ؟ ا

دا اجرايي فرمان امریکا ته اجازه ور کوي چې د نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي د کارمنانو شتمنۍ کنګل او امریکا ته یې له تګ منع کړي.

نړیواله جنايي محکمه د امریکا دا پرېکړه د دې ادارې د قانون حاکمیت او قضایي چارو کې د نه منوونکې لاسوهنې هڅه بولي.

دې محکمې له اوږده حقوقي بهیر وروسته په تېر مارچ کې د افغان جګړې په هکله د پلټنو دوام تایید کړ.

ولسمشر ټرمپ بیا بیا پر دې محکمه نیوکه کړې او د هغې خپلواکي یې له پوښتنې سره مخ کړې ده.

نړیوالې جنايي محکمې له هغو لومړنیو رپوټونو وروسته پلټنې پیل کړې چې پکې باور کېږي افغان جګړه کې امریکايي ځواکونو جنګي جرمونه کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ له اجرايي فرمان لاسلیکېدو لږ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، امریکا باید د کنګرو محکمې(نمایشي محکمې) سره ونه ګواښل شي.

هغه زیاته کړه چې وروستي بندیزونه د نړیوالې جنايي محکمې د غړو کورنۍ هم امریکا ته له تګ منع کوي.

نوموړي د لوی څارنوال ویلیم بار دا بې سنده ادعا هم تکرار کړه، چې د روسیې په څېر بهرني ځواکونه نړیواله جنايي محکمه د خپلې ایجنډا لپاره کارول غواړي.

د محکمې غبرګون

طالبان

AFP
نړیواله جنايي محکمه دې پلټنو کې پر امریکايي ځواکونو سربېره د افغان حکومت او طالبانو د چارو پلټنه هم کوي.

نړیواله جنايي محکمه خپل بیان کې د امریکا وروستۍ پرېکړه د دې محکمې د چارواکو په پلټنو کې د نفوذ لپاره بولي.

“پر نړیواله جنايي محکمه برید د هغو بې رحمه جرمونو د قربانیانو پر ګټو هم برید دی چې ډېری یې دا محکمه د انصاف ترلاسولو لپاره وروستۍ هیله بولي”.

د دې محکمې مشر ويلي دي د محکمې د چارواکو پرضد د بنديزونو لگولو په اړه د امريکا د متحدو ايالتونو پر پريکړه ژوره خواشيني څرگندوي.

او_ گون_ کوان وويل ، دغه ګام د ډله ييزو ظلمونو په وړاندې معافيت سره مبارزه او د عدالت پرځاى کولو لپاره ګډې هڅې ترپوښتنې لاندې راولي.

د انساني حقونو ډلو هم د امریکا پر دې پرېکړه نیوکې کړې دي.

د واشنګټن لپاره د انساني حقونو د څارډلې مشر انډریو پراسو وايي، پر نړیواله جنايي محکمه دا برید د سختو جرمونو قربانیانو ته د انصاف رسولو مخنیوی دی، دا قربانیان که په افغانستان، اسراییل یا فلسطین کې وي:

نوموړی په یوه بیان کې زیاتوي، کوم هېوادونه چې د نړیوال عدالت ملاتړ کوي باید د دې ښکاره سرغړونې مخالفت وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشر استازي جاسپ بورل هم د امریکا پر وروستۍ پرېکړه سخته اندېښنه ښودلې ده:

“نړیواله جنايي محکمه د نړیوال عدالت برابرولو او سختو نړیوالو جرمونو ته په رسیدګي کې مهم رول لري”.

پلټنې څنګه پیل شوې؟

US troops in Afghanistan (file pic)

Getty Images

نړیوالې جنايي محکمې د روان کال لومړیو کې په افغان جګړه کې د امریکايي او نورو ښکېلو لورو د ادعايي جنګي جرمونو د پلټنې اجازه ور کړه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکايي وګړي به ترې وساتي:

“دا د حقوقي ادارې په نوم د یوه سیاسي بنسټ نه منونکی او سا اېستونکی ګام دی”.

نړیواله جنايي محکمه غواړي چې د ۲۰۰۳ کال له مۍ را هیسې افغانستان کې د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو د چارو په هکله پلټنې وکړي.

افغانستان د دې محکمې غړی دی، خو چارواکو یې له دې پلټنې سره مخالفت ښودلی دی.

* “د امریکا، افغان پوځ او طالبانو جنګي جرمونه به څېړو”

* نړیواله جنايي محکمه:‌ ښايي امریکايي پوځ افغانستان کې جنګي جرمونه کړي وي

د ۲۰۱۹ کال په اپرېل د نړیوالې جنایي محکمې وویل، دا څېړنې اوس باید مخکې لاړې نه شي، ځکه د عدالت رسولو سره سمې به پر مخ لاړې نه شي.

ولسمشر ټرمپ له دې مخکې هم هغه امریکايي سرتېري بښلي چې افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن شوي وو.

امریکا هیڅکله هم په هاګ کې د نړیوالې جنايي محکمې غړې شوې نه ده او د امریکايي وګړو په هکله یې پلتڼې په دې دلیل په رسمیت نه پېژني، چې “د امریکا ملي حاکمیت ګواښي”.

تېر کال هم د نوموړي ادارې د نړیوالې جنايي محکمې پر چارواکو د سفر محدودیتونه او نور بندیزونه ولګول.

څه ادعاوې شوې؟

ولس

Getty Images
افغان جګړه کې تر ټولو ډېر زیان ولس لیدلی

لومړنۍ پلټنې چې تر یوې لسیزې ډېر وخت کې شوې پر ولسي وګړو قصدي بریدونه، بندي کول او بې قانونه اعدامونه ښيي.

د نړیوالې جنايي محکمې د ۲۰۱۶ کال رپوټ وايي، د معقول دلیل له مخې باور کېږي چې د سي ای اې پټو بندخونو کې امریکايي ځواکونو نیول شوي کسان شکنجه کړي دي.

دې رپوټ کې دا باور هم ښودل شوی چې افغان حکومت بندیان شکنجه کړي او د ډېرو ولسي وګړو وژلو سره طالبانو هم جنګي جرمونه کړي دي.

نړیواله جنايي محکمه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د هغه نړیوال عدالتي سیستم غړې هم ده، چې د جنګي جرمونو او د انسانیت ضد جرمونو او ډلوژنې د عاملانو څېړلو ته جوړ شوی دی.

خو د امریکا له ښکېلاتیا پرته د دې محکمې هڅې کمزورې دي.

Advertisement

بی بی سی پښتو

بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۰)
Photographers and cameramen

AFP

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.

بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.

پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.

دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو نیول شویو خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.

طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.

د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې

.

Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.

په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.

د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟

د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:

طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو.

طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.

د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:

موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي.

د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
.

Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، “تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي”.

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، “د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري”.

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، “افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري”.

نوموړې زياته کړه چې “نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی”.

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، “نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري”.

اغلې انوري وويل، “نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې”.

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، “دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی”.

نوموړې وويل چې “افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري”.

اغلې سعيد زياته کړه، “د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي”.

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
افغانستان

Getty Images
ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.

ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی.

https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045

په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.

د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

EPA
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.

طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.

دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.

په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!