Connect with us

تازه خبرونه

افغان بېسيم د وروستيو خونړيو پېښو له ټپيانو سره د وينې مرسته وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

8888

د افغان بېسیم مخابراتي شبکې لسګونو کارکوونکو نن د وروستیو ترهګریزو بریدونو له ټپیانو سره د وینې مرسته وکړه. د افغان بېسیم له سلو ډېرو کارکوونکو او رهبري پلاوي وروستي ترهګریز بریدونه وغندل او د دغو پېښو ټپیانو ته يې وینه ورکړه.

د افغان بېسیم له یو سل او شلو ډېر کارکوونکي راټول شوي او دوی په کابل کې په وروستیو بریدونو کې سلګونو ټپیانو ته وینه اهدا کوي. د افغان بیسیم د مخابراتي شرکت ريیس امين رامين وايي چې غواړي له دغې لارې له ټپیانو او اړو کسانو سره د وینې د اهدا کولو فرهنګ عام کړي او د ماتم په ورځو کې د ملت په توګه یو له بل سره ودریږو.

د کابل وروستیو بریدونو د ګڼو افغانانو په زړونو کې د غمرازۍ او مرستې روحیه پیاوړې کړې ده.

په دې ډله کې یو شمیر ښځې هم شته چې د کابل وروستیو بریدونو او مرګ ژوبلې پرې بده اغېزه کړې ده. دوی وايي چې غواړي د وینې د ورکولو له لارې د ټپیانو لاسنیوی وکړي.

په کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته دا څووم ځل دی چې په کابل ښار کې د ټپیانو سره د مرستې لپاره د وینې راټولو کمپاین عملي کېږي. د رسمي شمېرو له مخې د کابل په وروستیو دریو ځانمرګو بریدونو کې له پنځوسو ډېر کسان ووژل شول او له شپږو سوو ډېر ټپیان شوي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!