تازه خبرونه
افغان او ایراني عالمانو په افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د وري ۱۷) په ډاګه کړې، چې د افغانستان او ایران دیني عالمانو د مشهد په ګډه غونډه کې د جګړې پر درولو ټینګار څرګند کړ.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دیني عالمانو د افغانستان د سولې له بهیرد ملاتړ له هڅو هرکلی کړی او د نړۍ او سیمې له هېوادونو یې غوښتي، چې د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي او په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان لاسته راوړنې خوندي او وژغوري.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛په غونډه کې برخوالو د نړۍ له دیني عالمانو هم وغوښتل، چې په هېواد کې د سولې لپاره کار وکړي.
سرچینې زیاته کړې؛ دیني عالمانو ټینګار کړی، چې د اسلامي نړۍ علما باید د الله پاک پر کتاب او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) پر سنتو تکیه وکړي، چې اسلامي یووالي او ورورولي پیاوړې او تلپاتې شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیني عالمانو له دغې هڅې تود هرکلی کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ دغه وزارت د سولې د روانو خبرو لپاره د اسلامي مرکزونو اوعالمانو ملاتړ او د بې ګناه مسلمانانو د وژنې د پای ته رسولو غوښتنه ستایي او د افغانستان حکومت او خلک په دې اړه له خپره شويو اندونو او فتواوو تود هرکلی کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دیني عالمان هم په دې وروستیو کلونو کې له مر و ژوبلې سره مخ شوي دي.
تازه خبرونه
شرعي او عصري علوم دواړه د اسلامي ټولنې لپاره اړین دي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه دیني مدرسه کې د وینا پر مهال د اسرائیلو او غزې جګړې ته په نغوته( اشاره ) کې وویل: د غزې خلکو ته؛ ځکه دومره زیانونه واوښتل، چې بې پروايي یې وکړه او له ټکنالوژۍ یې کار وانهخیست.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د علم مخالفت باید هیڅکله ونشي؛ ځکه، چې شرعي او عصري علوم دواړه د اسلامي ټولنې لپاره اړین دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه دیني مدرسه کې د وینا پر مهال د اسرائیلو او غزې جګړې ته په نغوته( اشاره ) کې وویل: د غزې خلکو ته؛ ځکه دومره زیانونه واوښتل، چې بې پروايي یې وکړه او له ټکنالوژۍ یې کار وانهخیست.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ راتلونکې جګړې به سایبري او انټرنیټي جګړې وي او د افغانستان خلک دې هم پر ټکنالوژۍ او ساینس له ځانه دفاع وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ډېر غير اسلامي هېوادونه د اسلامي نظام د جوړېدو او د اسلامي شریعت د پلي کېدا مخالف دي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې: دین باید داسې پلي شي، چې د دین غوښتنه ده؛ داسې، چې خلک له دین سره مینه وکړي.
تازه خبرونه
د افغان نجونو د زدهکړې موضوع په مختلفو کچو کې بحث ته اړتیا لري – یوناما
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلامآباد کې د اسلامي ټولنو د ښځو د زده کړې په اړه په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان نجونو لپاره متنوع تعلیمي فرصتونه برابر کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، چې زدهکړې ته د افغان نجونو او ښځو د لاسرسي ننګونه یوه څو اړخیزه مسله ده او پدې اړه په بېلابېلو کچو کې بحث ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلامآباد کې د اسلامي ټولنو د ښځو د زده کړې په اړه په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان نجونو لپاره متنوع تعلیمي فرصتونه برابر کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د اسلامي هېوادونو له مشرانو وغوښتل، چې د افغان نجونو له زدهکړې ملاتړ وکړي.
د یوناما مشرې په اسلامي ټولنو کې د ښځو د زدهکړې په اړه د اسلامآباد په کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغان ښځو ننګونو ته رسیدنه څو اړخیزو هڅو او خبرو اترو ته اړتیا لري.
روزا اوتونبایوا وایي: "زه په رښتیا له ټولو هغو وزیرانو او استازو څخه غواړم، چې له ټولې نړۍ څخه راغلي دي او د افغان نجونو لپاره بورسونه ورکړي، آنلاین زدهکړې او د هغوی لپاره بېلابېل ډوله زده کړې چمتو کړي. دا د نن ورځې دنده ده. تاسې پوهیږئ، چې د افغان نجونو زدهکړې ته د لاسرسي ډاډ ترلاسه کول یوه یو اړخیزه مسله نده؛ هڅې او بحثونه باید په ټولو کچو کې ترسره شي. "
دا دوه ورځنۍ غونډه، چې سرلیک یې په اسلامي ټولنو کې د ښځو تعلیم دی؛ په اسلامآباد ګې د یوې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیده.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې نجونې له زدهکړې څخه منع کول د ښځو پر وړاندې یو ټولنیز تعصب دی او د نړۍ له مسلمانانو یې وغوښتل، چې نجونو ته د زدهکړې لپاره مساوي فرصتونه برابر کړي.
د اسلام آباد د ناستې په اعلامیه کې راغلي: " نجونې د زدهکړې له حق څخه محرومول د مذهبي اصولو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده. د نجونو زدهکړه نه یوازې یوه مذهبي دنده ده، بلکې یوه بېړنۍ ټولنیزه اړتیا هم ده. مونږ باید د نجونو د زدهکړې د حق د ساتنې لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړو؛ ځکه، چې لوستې ښځې مرکزي رول لوبوي.
تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه “سټراټیژیکه او سمه” وه – جیک سالیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي: ” امریکا نن په ښه حالت کې ده او امریکایي سرتېري به په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ونهلیږل شي او نه به هلته ووژل شي. هغه سټراټیژیکه پرېکړه، چې ولسمشر جو بایډن درې کاله مخکې وکړه؛ په تاریخ کې به په ښه توګه یاده شي. که مونږ په افغانستان کې پاتې شوي وای؛ زمونږ سرتېري به اوس هلته وژل کیدل او روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود.”
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار له سي این این سره په مرکه کې ویلي، چې د بایډن ادارې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه "سټراټیژیکه او سمه" وه او که اوس هم امریکایي سرتېري په افغانستان کې وای؛ نو روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي: " امریکا نن په ښه حالت کې ده او امریکایي سرتېري به په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ونهلیږل شي او نه به هلته ووژل شي. هغه سټراټیژیکه پرېکړه، چې ولسمشر جو بایډن درې کاله مخکې وکړه؛ په تاریخ کې به په ښه توګه یاده شي. که مونږ په افغانستان کې پاتې شوي وای؛ زمونږ سرتېري به اوس هلته وژل کیدل او روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود."
نوموړي د هغې پوښتنې، چې آیا هغه هم له افغانستان څخه د ګډوډۍ او ویجاړونکي وتلو مسوول دی؛ په ځواب کې وویل: چې د ده په ګډون د امریکا امنیتي او استخباراتي کاري ډلې ټولې مسوولې دي.
اسلامي امارت ويلي، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او تښتېدلي دي.
دغه راز یو شمېر پوځي شنونکو هم ويلي، چې امریکا په افغانستان کې تقریباً ماتې خوړلې وه او په داسې موقف کې نهوه، چې د دوامداره شتون یا په خاموشۍ سره د وتلو په اړه فکر وکړي.
د بایډن ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په ټوله نړۍ او د بشري حقونو فعالینو کې پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي. په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو وتل د شاوخوا ۷۰ افغان ملکي وګړو او لږ تر لږه ۱۳ امریکایي سرتېرو د مرګ او ژوبلې سره مل شول.
-
لوبی1 day ago
د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام لپاره د افغانستان د لوبغاړو نوملړ اعلان شو
-
نړۍ2 days ago
د ټرمپ استازي د اوربند په تړون کې د پرمختګ لپاره اسرائیلو ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days ago
اروپايي ټولنه د کلتوري میراثونو په ساتنه کې له افغانستان سره همکاري کوي
-
څار4 days ago
څار: د هند او عربي متحده اماراتو له استازو سره د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي لیدل
-
تازه خبرونه4 days ago
روسیه له افغانستان سره دوه اړخیزه کاري ډله جوړوي
-
تازه خبرونه12 hours ago
بایډن په افغانستان کې د بندي امریکایانو له کورنیو سره خبرې وکړې
-
تحول4 days ago
تحول: د چارسمبالي حکومت د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې
-
تازه خبرونه5 days ago
د بلخ د مسو صنعت د اقتصادي ستونزو له کبله سخت زیانمن شوی