تازه خبرونه
افغاني سرې میاشټې په ترکیه کې له بشري بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال نور الدین ترابي د یوه پلاوي پر مشرۍ نن دوشنبه د غبرګولي اوومه د ترکیې په استانبول ښار کې د ١٧ بشرپاله او خيريه بنسټونو له چارواکو سره د بشري مرستو د جلب ناسته ترسره کړه.
د افغاني سرې میاشتې د څرګندونو له مخې؛ ياد ١٧ خيريه بنسټونه، چې د يوه بنسټ تر چتر لاندې خپل بشرپال فعاليتونه تر سره کوي؛ د ترابي له لوري ورسره د افغانانو د اقتصادي حالت او ستونزو په اړه هر اړخيز معلومات شريک شول.
نوموړي له دې بنسټونو وغوښتل، چې د افغانستان له سېلاب ځپلیو سره مرستې وکړي.
له تېرې څه ناڅه یوې میاشتې را په دې خوا د افغانستان په شمال ختیځ کې سخت بارانونه او سیلابونه راغلل، چې د بدخشان (۵)، د بغلان (۱۰) او د تخار (۶) ولسوالۍ یې اغېزمنې کړې.
راپورونه ښیي، چې تر دې دمه ۳۴۷ کسان وژل شوي او ۱۶۵۱ نور ټپیان دي.
یونیسیف په روانه اوونۍ کې راپور ورکړ، چې شاوخوا ۷۸۰۰ کورونه یا ویجاړ شوي یا لږ څه زیانمن دي او له ۵۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.
د ويجاړو او زیانمنو شويو سړکونو، پلونو، روغتيايي مرکزونو او دولتي ښوونځيو ترڅنګ، کرنيزې ځمکې او څاروي هم له منځه تللي دي.
د ۲۰۲۴ کال د می د شپاړلسمې او اووهلسمې ترمنځ غور ولایت د سختو بارانونو او سېلابونو تجربه وکړه؛ ۱۰ ولسوالۍ یې اغېزمنې کړي، چې مرغاب په کې له ټولو ډېر اغېزمن شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي؛ ۲۰ ورک او ۴۹ نور ټپیان دي.
لومړني راپورونه ښیي، چې د څه باندې ۴۱۰ کورنیو کورونه ویجاړ شوي او یا په جزوي توګه زیانمن دي، ۲۷ روغتیايي او د تغذیې مرکزونه ویجاړ شوي او یا هم جزوي زیانمن دي او ۶۲ ښوونځي سخت زیانمن شوي دي.
د می پر اووهلسمه په فاریاب ولایت کې هم د سېلابونو له کبله ۹ ولسوالۍ زیانمنې شوې دي.
لومړني راپورونه ښيي، چې ۶۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. سربېره پردې ۱۸۹۰ کورونه ویجاړ شوي یا ل. څه زیانمن شوي او درې روغتیایی تاسیسات او ۲۳ ښوونځي اغېزمن شوي دي.