Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان ۱۴۰۲ کال هم له نړیوال مشروعیت پرته تېر کړ

خپور شوی

د

اسلامي امارت په  ۱۴۰۲  لمزیز لېږدیز کال کې هم  د نړیوال مشروعیت له بحران سره و او ونه توانید، چې په ملګرو ملتونو کې د یوه مشروع حکومت په توګه خپل ځای ترلاسه کړي.

نړیوالې ټولنې د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د چارسمبالي حکومت د چلند او سختو قوانینو له کبله پر اسلامي امارت خپل بندیزونه روان ساتلي او خبرداری یې ورکړی، چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه خپله تګلاره بدله نکړي؛ پر رسمیت به ونه‌پېژندل شي.

د نړیوال مشروعیت له ستونزو سره – سره په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره په ډیپلوماټیکو اړیکو کې پرمختګ وکړ او چین د لومړي هېواد په توګه په کابل کې خپل رسمي سفیر معرفي کړ او په بیجینګ کې یې د اسلامي امارت رسمي سفیر ومانه.

اسلامي امارت ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال له لاسته راوړنو ډک بولي او څرګندوي، چې له نورو هېوادونو سره یې د اړیکو د پراخولو په برخه کې پرمختګونه کړي دي.

په دې کال کې له اسلامي امارت سره د افغان سفارتونو تعامل روان وساتل شو او په هالینډ او هسپانیه کې د افغانستان سفارتونو هم د بهرنیو چارو له وزارت سره خپل تعامل اعلان کړ.

د دې کال په اوږدو کې له اسلامي امارت سره همغږې ډیپلوماتیکې ډلې په هند کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ چارې تر لاسه کړې.

دغه راز د افغانستان لویدیځ ګاونډ ایران په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې له اسلامي امارت سره د هلمند سیند د اوبو پر سر ناندرې د خبرو له لارې پای ته ورسولې.

پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او فعالیت ادعاوې روانې وساتلې او له همدې کبله د کابل او اسلامآباد اړیکې تتې او ترینګلې پاتې شوې. دا اړیکې هغه وخت نورې هم کړکېچنې شوې، چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د میلیونونو افغانانو د وهلو، سپکولو او جبرې شړلو پرېکړه وکړه.

سیاسي شنونکي پدې باور دي، چې ګاونډيان او د سیمې هېوادونه ندي توانېدلي، چې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره پر یوې مشخصې تګلارې هوکړه وکړي.

په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د اسلامي امارت کابینه چارسمبلې پاتې شوه. په دې کال کې له بهره د افغان سیاستوالو او سیاسي مخالفانو راتګ راتګ هم روان پاتې شو.

اسلامي امارت ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال له لاسته راوړنو ډک بولي او څرګندوي، چې په دغه کال کې له نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې او یو لړ پرمختګونه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوال مشروعیت نشتوالی د یو شمېر هغو هېوادونو سلیقوي چلند ګڼي، چې ملګري ملتونه یې په خپل واک کې اخیستي دي.

اسلامي امارت دا مهال په ۳۸ هېوادونو کې فعال ډیپلوماټیک ماموریتونه لري او آذربایجان هم غواړي، چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

ولیدل شي، چې په ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال کې به اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت بحران پای ته ورسوي او که نه؟! دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!