تازه خبرونه

افغانستان یو ځل بیا د ۱۲ فاسدو حکومتونو نوملړ ته ورغی

Published

on

د نړیوالې روڼټیا څار بنسټ کلني راپور په ډاګه کړې، چې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ۱۶۵ ځای کې دی او له همدې کبله د  نړۍ د ۱۲ فاسدو حکومتونو د درلودونکیو هېوادونو نوملړ ته ورغلی.

په دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان حکومت د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې له ۱۰۰ امتیازونو یوازې ۱۹ هغه تر لاسه کړي دي.

د دغه راپور له مخې، اداري فساد د حکومت پر روغتیایي سیسټم هم بد اغېز کړی دی.

ملت ته د دولت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې لویې څارنوالۍ د دې بنسټ د یوه کال د کړنو راپور وړاندې کړی څرګندوي؛ په وروستي یوه کال کې یې د جرمونو ۴۱ زره دوسیې څېړلې، چې ۱۸۰۰ د اداري فساد او ۲۲۹۰ یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دي.

دغه راز په کابل او ولایتونو کې ۶۳۵۹  د کورنیو او بهرنیو جرمونو، ۳۱۸ د نشه یي توکو، ۲۱ د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي، ۲۴۶۴ د امنیتي ځواکونو د سرغړونو او ۲۱۳۰ دوسیې د ماشومانو د سرغړونو دوسیې څېړل شوې دي.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي، چې دوه زره درې سوه دېرش کیلو ګرام هیرویین او پېنځه دېرش زره اته سوه څلور کیلو ګرامه چرس په یوه کال کې تر لاسه شوي دي.

مدني مخکښ سمیع دره یي ویلي، چې لویه څارنوالي خپلواکې هڅې نلري او دا بنسټ له اداري فساد سره په مبارزه کې بریالی ندی.

دغه بنسټ له دې مخکې هم د حکومت یو شمېر ادارې پر پراخ فساد تورنې کړې وې او په ډاګه شوې وه، چې له اداري فساد سره په مبارزه کې د افغانستان عدلي او قضایي سیسټم له کاره غورزېدلی دی.  

کانګو، شمالي کوریا، لیبیا، گینیا، سوډان، ونزویلا، یمن، سوریه، سویلي سوډان او سومالیا فاسد هېوادونه پېژندل شوي دي.

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ مخکې له دې حکومت په ځینو دولتي ادارو کې په پراخ فساد تورن کړی او ویلي یې دي، چې عدلي او قضایي سیستم د سترو دوسیو د څېړلو په برخه کې فلج دی؛ کورنیو چارو وزارت احکام نه تطبیقوي، څارنوالي پخپل وخت څېړنه نکوي او ستره محکمه هم پخپل وخت د محاکمې له جوړولو ډډه کوي.

Trending

Exit mobile version