تازه خبرونه

افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ  کچه  لوړه ده – نړیوال بانک

Published

on

(Last Updated On: )

نړیوال بانک په افغانستان کې د یوې سروې له ترسره کولو سره همهاله څرګندوي؛ د تېرکال په پرتله په دې هېواد کې د خواړو د مصوونیت کچه دوه برابره راټيټه شوې او د خلکو عاید لږ شوی دی.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي و ضیعت په اړه  پخپل وروستي راپور کې اندیښنه ښیي، چې په  افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت او د خلکو د مزد او عاید کمېدل هغه لاملونه دي، چې د خواړو د مصوونیت کچه یې راټيټه کړې ده.

سر چینه په ډاګه کوي؛ د دوی د سروې پربنسټ اویا سلنه وګړي پوره خواړه او مالي امکاناتوته لاسرسی  نلري او له بد وضعیت سره مخ دي.

دغه راز نړیوال بانک خبرداری ورکوي، چې ناورین په افغانستان  کې د پراختیا په حال کې دی.

د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولین هم تر یوه بریده دا حالت مني او زیاتوي، چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي له روان اقتصادي بحران  څخه د وتلو لپاره د حل لار پیدا کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمان محب ویلي؛ مونږ د ا را پور نه ردوو؛ خو په دې ستونزو کې نړیوالو مالي بنسټونو هم لاس درلود؛ ځکه دوی اقتصادي پروژې ودرولې، خلک بیکاره شول، چې د حل لپاره یې اسلامي امارت مټې رابډوهلي دي.

د اقتصادي چارو پوهانو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت  یوه نوي اقتصادي بهیر ته وردننه شوی او دوی  هیله من دي، چې په افغانستان کې به د روان اقتصادي او مالي بحران د مدیریت په برخه کې نوي  پروګرامونه پلي شي.

د پوهنتون استاد تاج محمد تلاش وایي؛ زما له انده اقتصادي ستونزې وي؛ خو اوس د افغانستان اسلامي امارت یو دا سې  پړاو ته دا خل شوی، چې باید ورته د حل لار پیدا کړي او دا بهیر به حتماً مدیریت شي؛  ځکه اوس تر یوه بریده مالي آزادۍ رامنځته شوې دي.

 د چارو پوهان پدې باور دي،  چې د افغانستان د روان اقتصادي  بحران رامنځته کوونکې نړیواله ټولنه ده او باید يي په مدیریت کې هم  نړیواله ټولنه له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.

Trending

Exit mobile version