تازه خبرونه
افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ کچه لوړه ده – نړیوال بانک
نړیوال بانک په افغانستان کې د یوې سروې له ترسره کولو سره همهاله څرګندوي؛ د تېرکال په پرتله په دې هېواد کې د خواړو د مصوونیت کچه دوه برابره راټيټه شوې او د خلکو عاید لږ شوی دی.
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي و ضیعت په اړه پخپل وروستي راپور کې اندیښنه ښیي، چې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت او د خلکو د مزد او عاید کمېدل هغه لاملونه دي، چې د خواړو د مصوونیت کچه یې راټيټه کړې ده.
سر چینه په ډاګه کوي؛ د دوی د سروې پربنسټ اویا سلنه وګړي پوره خواړه او مالي امکاناتوته لاسرسی نلري او له بد وضعیت سره مخ دي.
دغه راز نړیوال بانک خبرداری ورکوي، چې ناورین په افغانستان کې د پراختیا په حال کې دی.
د افغانستان د اقتصاد وزارت مسوولین هم تر یوه بریده دا حالت مني او زیاتوي، چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي له روان اقتصادي بحران څخه د وتلو لپاره د حل لار پیدا کړي.
د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمان محب ویلي؛ مونږ د ا را پور نه ردوو؛ خو په دې ستونزو کې نړیوالو مالي بنسټونو هم لاس درلود؛ ځکه دوی اقتصادي پروژې ودرولې، خلک بیکاره شول، چې د حل لپاره یې اسلامي امارت مټې رابډوهلي دي.
د اقتصادي چارو پوهانو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت یوه نوي اقتصادي بهیر ته وردننه شوی او دوی هیله من دي، چې په افغانستان کې به د روان اقتصادي او مالي بحران د مدیریت په برخه کې نوي پروګرامونه پلي شي.
د پوهنتون استاد تاج محمد تلاش وایي؛ زما له انده اقتصادي ستونزې وي؛ خو اوس د افغانستان اسلامي امارت یو دا سې پړاو ته دا خل شوی، چې باید ورته د حل لار پیدا کړي او دا بهیر به حتماً مدیریت شي؛ ځکه اوس تر یوه بریده مالي آزادۍ رامنځته شوې دي.
د چارو پوهان پدې باور دي، چې د افغانستان د روان اقتصادي بحران رامنځته کوونکې نړیواله ټولنه ده او باید يي په مدیریت کې هم نړیواله ټولنه له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
