سوداگري

افغانستان په سیمه کې پر یو مهم صنعتي مرکز بدلېدلی شي – عبدالسلام حنفي

Published

on

(Last Updated On: )

د ریاست الوزراء اداري مرستیال ويلي؛ افغانستان د صنعتي تولید لپاره د اړینو توکو لرونکی هېواد دی او کولی شي، چې په سیمه کې یو مهم صنعتي مرکز شي.

عبدالسلام حنفي د صنعت اوونۍ په مناسبت د ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د صنعتي وده نورو اقتصادي سکټورونو د ودې او پراختیا زمینه برابروي او اسلامي امارت د هېواد له صنعت او کورنیو تولیداتو بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې: افغانستان د صنعتي تولید لپاره اړین او بډایه فاکتورونه لري، چې په سیمه کې پر یو مهم صنعتي مرکز بدلېدلی شي. د صنعت وده به د نورو اقتصادي سکټورونو په ځانګړي توګه د کرنې د ودې زمینه برابره کړي.

په دې مراسمو کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی ویلي؛ اسلامي امارت د صنعت د ودې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې داسې پروګرامونه لري، چې افغانستان به پر ځان‌بسیا کړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي وایي، چې اوسمهال د افغانستان صنعت د پرمختګ په حال کې دی او د صادراتي توکو کیفیت هم لوړ شوی دی.

یو شمېر پانګوالو هم په دې مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېواد صادرات زیات شوي او د تولیدي شرکتونو شمېر هم ډېر شوی دی.

دغه نندارتون د اووه ورځو لپاره د لیدونکیو پر مخ پرانيستی دی او په ٤٥٠ غرفو کې صنعتي توليدات نندارې ته ايښودل شوي، چې سوداګرو ښځو هم په کې ګډون کړی دی.

Trending

Exit mobile version