تازه خبرونه
افغانستان په دوه کلونو کې د نویو خپلواکو هېوادونو پر پرتله پنځوس کلن پرمختګ کړی
د کانونو او پتروليم وزارت چارسمبالي په پکتيا ولايت کې د ملي اقتصادي پراختيا په لومړۍ غونډه کې ويلي، چې په تېرو دوه کلونو کې افغانستان دومره پرمختګ کړى، چې ځينو هېوادونو په پنځوس کلونو کې دومره پرمختګ نهدى کړى.
شهاب الدین دلاور په دې غونډه کې ویلي: هغو هېوادونو، چې له بل هېواده یې خپله خپلواکي ترلاسه کړې په پنځوس کلونو کې دومره پرمختګ نهدی کړی؛ څومره، چې مونږ په دوه کلونو کې کړی دی. تاسې وګورئ، چې په هر ولایت کې د سړکونو، بندونو، ښوونځیو او پوهنتونونو پرجوړولو کار روان دی. الحمدالله مونږ شاوخوا ۴۰۰ زره امنیتي ځواکونه لرو.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي هم ویلي، چې دوی به د هېواد د ابادۍ لپاره هغسې کار وکړي؛ لکه، چې د دې هېواد د ازادۍ لپاره یې ترسره کړی دی.
د سراج الدین حقاني د څرګندونو له مخې؛ له لسیزو راپدیخوا افغانانو پر کورنیو امکاناتو او پرسونل د هېواد د آبادۍ هیله لرله او دا هیله د اسلامي امارت له واکمنۍ سره پوره شوه.
دغه راز د اقتصاد وزارت چارسمبالي ویلي، چې په هېواد کې دننه اقتصادي ظرفیتونه ډېر دي او اسلامي امارت د هېواد د اقتصاد د احیا لپاره ډېر پلانونه لري.
دين محمد حنيف په دې اړه وایي: د ارزونو له مخې، په کورني بازار کې د شاوخوا شپږ ميليارد دالرو پر ارزښت د پېرودلو ځواک شته، چې د وارداتي محصولاتو له لارې تصاحب شوی دی. له همدې کبله، د کار پیدا کولو او د بېوزلۍ د کمولو لپاره اړینه ده، چې د هېواد اقتصادي باید پر کورنیو تولیداتو تکیه او راوحرخیږي.
د لوړو زدهکړو او پوهنې چارسمبالو وزیرانو هم په دې غونډه کې ویلي؛ له نړیوالو معیارونو سره برابر تعلیمي نصاب له لرلو پرته اقتصادي ځانبسیاینه ناشونې ده؛ ځکه باید د هېواد علمي او تحصیلي بنسټونه پیاوړي شي.
له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه وايي؛ اوس د دې وخت دی، چې پوهنتونونه د هېواد په ملي مسایلو کې خپل اغېزمن رول ولوبوي.