Connect with us

لوبی

افغانستان نړیوال شل آوریز جام ته چمتوالی نیسي

خپور شوی

د

(Last Updated On: تله ۱۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې ملي لوبډله د شل آوریزه نړیوال جام لوبو ته پوره چمتوالی لري او له همدې کبله یې په کابل کې یوه روزنیزه لوبه ترسره کړې.

ټاکل شوې دا لوبې د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې عربي متحده اماراتو او عمان پر کوربتوب ترسره شي.

د کرکټ ملي لوبغاړي شرف الدین اشرف ویلي؛ زمونږ موخه په دې لوبو کې نه یوازې برخه اخیستنه ده، بلکې له نړیوال جام څخه هم یو څه ترلاسه کول دي. لوبغاړي لیواله دي او غوره ځلیدو ته چمتوالی لري.

ټاکل شوې وه، چې دغه ټورنمنټ په هند کې ترسره شي؛ خو د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره خلیجي هېوادونو ته ولیږدول شو.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر نوروز منګل ویلي: لوبغاړي پوره لیواله دي او خلک هم له مونږ ډېره تمه لري.

افغانستان پخوا هم د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې شامل شوی و، چې په کې د آسترالیا، بریټانیا، هند او پاکستان پیاوړې لوبډلې لوبېدلې دي.

لوبی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریز لوبلړ ګټونکې شوه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ایرلینډ ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ اوریز لوبلړ بریا خپله کړه.

په دې لوبه کې، چې د دوشنبې پر شپه (د کب اته ویشتمه ) ترسره شوه؛ افغان لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه، خو ایرلینډ لوبډلې په ۹۸ مډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه د ۵۷ منډو پر توپیر افغانستان وګټله.

د افغانستان لپاره د توپ‌وهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۷۲ منډې وکړې او تر پایه په میدان کې پاتې شو.

دغه راز د توپ‌اچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي د لوبې په څلورو اورونو کې څلور ایرلینډي لوبغاړي له ډګره وتلو ته اړ کړل او مخالف لوري ته یې نهه منډې ورکړې.

همدارنګه نوین الحق د ایرلینډ درې لوبغاړي له ډګره وایستل.

Continue Reading

لوبی

راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د ۱۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دغه اعلان شوي نوملړ کې راشد خان ارمان د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه راغلی دی.

نوموړی د ملا د درد له کبله له اوږده ځنډ وروسته لوبدلې ته راستون شوی دی.  

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبدلې به له نړیوالو یو ورځنیو او ټیسټ لوبو وروسته د مارچ پر پېنځلسمه، اووه‌لسمه اواتلسمه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې سره ولوبیږي.

د افغانستان د لوبغاړو نوملړ:

راشد خان ارمان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، محمد نبي، ننګیال خروټی، عظمت الله عمرزی، نور احمد، مجیب الرحمن، وغادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او فضل الحق فاروقي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ دوه‌یمه اتلولي هم خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه هم له ایرلنډ څخه د ۱۱۷ منډو پر توپیر وګټله او په عربي متحده اماراتو کې یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ اتلولي خپله کړه.

په دې لوبه کې، چې تېره شبه ترسره شوه افغان لوبغاړی محمد نبي پر ۵ ویکټو د افغانستان غوره لوبغاړی شو او ننګیال خروټی هم په دې لوبه کې ښه ځلیدلی دی.

افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ګټلې او د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه‌یمه لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه؛ خو درېیمه لوبه یې هم د ځان پر ګټه راوڅرخوله.

که څه هم ایرلنډ د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې توپ‌اچونه غوره کړه؛ خو افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ایرلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.

په لومړۍ نیمايي کې حشمت الله شهیدي د ۶۹ منډو پر جوړولو د نورو افغان لوبغاړو پر پرتله ښه وځلید.

په دوه‌یم اور کې د ایرلنډ لوبډلې په ۳۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ۱۱۹ زیاتې منډې یې جوړې نه کړی شوې.

محمد نبي، چې د دې سيالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو، پېنځه ايرلنډي لوبغاړي يې له سيالۍ لرې او ننګيال خروټي هم څلور مخالف لوبغاړي له منځه يوړل.

د یادونې ده، چې محمد نبي په لوبه کې ښه وځلید؛ خو په ټول لوبلړ کې رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!