Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان له چین څخه د مثبت تعامل او د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

په چین کې د افغانستان سفارت په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ نن شنبه ( د مرغومي ۲ ) د افغانستان د سفارت چارسمبالي اسدالله ( بلال کریمي د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مشرلیو چینسونګ  سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبت تعامل او روابطو د پراخېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې لیو چینسونګ د چین حکومت هغه دریځ یو ځل بیا تازه کړ، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه‌کوي او د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري.

نوموړي د امنیت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې مهمې یادې کړې او وایي، چې اوس‌مهال د چین او افغانستان تر منځ د روابطو په برخه کې هیڅ ستونزه نشته.

لیو چینسونګ د چينايي شرکتونو د هڅولو او پانګه اچولو ډاډ ورکړ او څرګندوي، چې پر مس عینک کان عملي کار پیلولولو ته به هم زمینه برابره شي.

دغه راز د افغانستان سفارت چارسمبالي اسد الله (بلال کریمي) د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ د ستاینې تر څنګ د چین په ګانسو او چینګهای ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له کبله د قربانیانو له کورنیو، د‌ چین ولسي جمهوریت له حکومت او عام ولس سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو لپاره یې د‌روغتیا هیله څرګنده کړه.

بلال کریمي ویلي؛ اوس‌مهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت رامنځته شوی او د چینايي شرکتونو لپاره ښه فرصت دی، چې په افغانستان کې پر بېخبناوو، لویو لارو ، انرژۍ او نورو بېلابېلو برخو پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د واخان دهلیز د دواړو هېوادونو ترمنځ خورا مهم ټرانزیټي او تجارتي مسیر ثابتیدلی شي او دواړې خواوې يې باید د پرانستل کېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د مس عینک کان د استخراج په اړه بلال کریمي ویلي، چې  د اسلامي امارت مسوولین چمتو دي، چې د ایم سي سي شرکت له مسوولینو سره د یادې پروژې د عملي کار پر خنډونو خبرې وکړي.

دغه راز نوموړي د سیمې د امنیت او ټیکاو په اړه ویلي؛ د سیمې امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی او اسلامي امارت لکه څنګه، چې د خپل هېواد لپاره امنیت، سوله او ثبات اړین او حیاتي بولي؛ ګاونډ هېوادونو ته هم د ثبات او هوساینې غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړه پای ته رسیدلې، د مخدره توکو، فساد او نورو ګڼو ناخوالو مخه نیول شوې او د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نه‌دی متوجه او نه اسلامي امارت اجازه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر خلاف و کارول شي.

کریمي په چین کې له چینایي لوري سره د افغان بندیانو او نورو مسایلو په اړه هم موضوعات شریک کړل او هیله یې و ښوده، چې د حل لپاره یې همکاري وشي.   ویل کیږي، چې دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د‌ همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

د ناروې سفارت چارسمبالي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.

Published

on

له هغې وروسته، چې ناروې له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکو له کمي خبر ورکړ؛ په افغانستان کې د ناروې سفارت مشر کابل ته راغی او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.

څه مخکې د ناروې بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو لپاره د طبي موسسو د تړلو په غبرګون کې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې کمې کړي. اوس د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت چارسمبالي کابل ته کړی، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې د افغانستان او ناوري ترمنځ د سیاسي اړیکو پیاوړتیا مهمه وګڼله او د کابل او اوسلو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل دوام به د شته ستونزو لپاره د «رغنده حل لارې» لامل شي.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې ناروې په کابل کې سفارت نلري او په افغانستان کې د دې هېواد ډیپلوماټیک ماموریت د قطر له پلازمېنې دوحې څخه اداره کېږي. له بلېخوا د سپټمبر پر دولسمه په ناروې کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو له ځنډولو وروسته د ناروې بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د اسلامي امارت سفیر ونه‌مني.

Continue Reading

تازه خبرونه

ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

Published

on

له "پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي درېیمه / د ډسمبر درویشتمه به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین نوی پړاو پیل شي.

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه سیمې دي، چې د پولیو ناروغي په کې له منځه نده تللې.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر څلورمه د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ګوزڼ په پېښو کې ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښودلی و. د روغتیا نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لومړی ډول لپاره ویلي وه، چې د مثبت چاپېریال نمونو شمېر د ۲۰۲۳ د ۶۲ پیښو پر پرتله ۸۴ ته رسیدلی.

د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ادعا وکړه، چې په روان کال  کې د پولیو کومه نوې پېښه نده ثبت شوې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پروان ولایت کې ۵ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

Published

on

د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوي تېره اوونۍ د غصب شويو ځمکو د ارزونې لپاره د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ یوزباشي سیمې ته سفر وکړ.

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې روان دی او د غصب شویو زرګونه جریبو دولتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمیسیون او په ولایتونو کې د یاد کمیسیون د تخنیکي پلاویو تر ارزونې لاندې دي.

 ویل کیږي، چې د دولتي ځمکو د غصب د ارزونې بهیر د کابل په ګډون په ټول هېواد کې روان دی. 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!