تازه خبرونه

افغانستان له سترو ازمونونو سره مخ دی – زلمی خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: )

زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه له خپلې استعفا یوه ورځ وروسته ویلي، چې افغانستان له سټرو آزمونونو سره مخ دی.

زلمي خلیلزاد پرون ناوخته (سې شنبه د الې ۲۷ / د اکتوبر ۱۹) ټویټ وکړ، چې امریکايي ځواکونه وتلي او د امریکا لپاره جګړه پای ته رسیدلې؛ خو دا وروستی څپرکی ندی، د اقتصاد او امنیت په ګډون افغانان له سترو ازمونونو سره مخ دي.

په یو بل ټویټ کې ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې هغه په ​​افغانستان او سیمه کې سولې ته ژمن پاتې شوی دی.

خلیلزاد په دې اړه زیاته کړې: زه په افغانستان او په لویه کچه په سیمه کې د سولې او سوکالۍ امکاناتو ته ژمن یم. دا هغه څه دي، چې افغانان یې له ۴۰ کلونو راپدیخوا خوب ویني. امریکا د دوی تر څنګ ده.

د امریکا دغه افغان ډیپلوماټ په دوه بېلا بېلو ټویټونو کې په ډاګه کړې، چې امریکا، نړیواله ټولنه او افغان مشران به په اړیکه کې وي او له خپل ځایناسي ټام ویسټ له ټاکل کیدو یې هرکلی کړی  او د بهرنیو چارو ، دفاع وزارتونو او د دې هېواد د استخباراتي ادارو څخه یې د افغان سولې په بهیر کې له ګام پورته کولو او مرستو مننه کړې ده.

Trending

Exit mobile version