لوبی
افغانستان له بنګله دېش سره ۲۰ آوریزو لوبو ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله دېش سره را روانو ۵ یو ورځنیو لوبو ته د لوبغاړیو نومونه اعلان کړل.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي تېره ورځ بنګله دېش ته ورسېدل، چې له هغه هېواد سره پیلېدونکیو سیالیو ته چمتوالی ونیسي.
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ درې یوه ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې کیږي، چې د فبرورۍ پر ۲۳ نېټه پیلیږي.
د یوې ورځینو سیالیو لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ ۱۶ لوبغاړي او د شل آوریزو لوبو لپاره د محمد نبيپه مشرۍ ۱۶ لوبغاړي اعلان شوي دي.
افغان لوبغاړي بنګله دېش ته له روانېدو مخکې څو اوونۍ په قطر کې وروزل شول.
د افغانستان او بګله دېش ترمنځ سیالۍ د ۲۰۲۳ زېږدیز کال نړیوال جام ته د ورتګ د غوراوي سیالۍ دي، چې له هر بري سره ۱۰ نومرې ورکول کیږي.
افغانستان له دې مخکې له ایرلنډ او هالنډ څخه دا ډول درې- درې لوبې ګټلي او ۶۰ نومرې لري.
د افغانستان کرکټ لوبډله شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لري او که له دغو لوبو څخه ۶۰ سلنه وګټلې، ښايي هسکه غاړه د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته وردننه شي.