سوداگري

افغانستان له ایران څخه ۳۵۰ زره ټنه نفتي توکي واردوي

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان سرپرست حکومت د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو د بیو د څارنې او راټیټولو په موخه له ایران څخه ۳۵۰ زره ټنه نفتي توکي واردوي.

ایران ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال له یوه ایراني شرکت سره د تېلو یو تړون لاسلیک شوی دی.

د افغانستان مالیې وزارت نن (شنبه د زمري لومړۍ ) په ډاګه کړې؛ افغانستان به له ایرانه ۳۵۰ زره ټنه تېل وارد کړي، څو په کور دننه د بیو په راټیټولو کې مرسته وکړي.

په دې کمیټه کې د نفتو او ګازو دولتي شرکت، د مالیې وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک او د نورم او سټنډرډ ادارې چارواکي برخه لري.

ياد پلاوي د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر له استازي، د نفتي توکو د پېر، کيفيت، بيې او ترانزيت په برخه کې د ګډو ونډو او دولتي شرکتونو له مسوولينو سره په ايران کې د افغان سفارت پر همکارۍ د توکو او سوداګرو لپاره د اړینو آسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په دې سفر کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو سربېره، دواړه خواوې د حکومت تر منځ د قراردادونو د ګډې کمېټې د جوړولو، د نفتي موادو د پایپ لاینونو د غزولو د دوام او د ګډو تصفیه خانو د جوړولو په اړه موافقې ته ورسیدل.

د مالیې وزارت د اعلامیې له مخې، د ۳۵۰ زره ټنو نفتي توکو د پېرودلو تړون له یوه ایراني ځانګړي سهامي شرکت سره لاسلیک شو، چې په راتلونکیو ورځو کې به یې افغانستان ته د واردولو بهیر پیل شي او له دې سره به اړوند بیې هم راټیټې شي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې له مخې به یې هغه افغان خصوصي شرکتونه، چې په ایران کې د نفتي توکو د راکړې ورکړې په برخه کې فعالیت لري؛ د افغان حکومت لخوا په رسمي بڼه معرفي شي.

Trending

Exit mobile version