تازه خبرونه
افغانستان له آمو سیند څخه خپله برخه اوبه ترلاسه کوي – ازبکستان
د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر ویلي، چې افغانستان د آمو سیند اوبو ته د لاسرسي مشروع حق لري او د خپل هېواد له خلکو یې وغوښتل، چې د اوازو یا ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې را نشي.

د ازبکستان چارواکو ويلي، چې افغانستان د آمو سیند له اوبو څخه خپله برخه ترلاسه کوي او تاشکند په دې برخه کې له کابل سره کومه ستونزه نلري.
د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر ویلي، چې افغانستان د آمو سیند اوبو ته د لاسرسي مشروع حق لري او د خپل هېواد له خلکو یې وغوښتل، چې د اوازو یا ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې را نشي.
د قوش تېپې کانال، چې پیل یې تر یوې اندازې پورې سیمهییز حساسیتونه راپارولي دي.
د ازبکستان ولسمشر یو ځل ویلي وه، چې د آمو سیند د اوبو په اړه باید خبرې اترې وشي.
هغه وخت د اسلامي امارت چارواکو وویل، چې دوی د آمو سیند په اړه له هیڅ هېواد سره هیڅ تړون نلري او د خبرو اترو اړتیا هم نشته.
اوس ازبکستاني چارواکي دې باور ته رسیدلي، چې افغانستان به د قوشتېپې کانال پر جوړولو له سیند څخه خپله برخه ترلاسه کړي او د تاوتریخوالي لپاره هیڅ ځای نشته.
د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر شوکت خمرایوف وایي: “افغانان زمونږ ګاونډیان او خپلوان دي؛ دوی حق لري، چې له آمو سیند څخه اوبه تر لاسه کړي. آیا مونږ باید وسله پورته کړو او جګړه وکړو؟ نه! مونږ ښې اړیکې جوړوو.”
د اوبو څېړونکي وایي؛ د آمو سیند د هېواد په شمال کې د اوبو له مهمو سرچینو څخه دی او تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له کلونو راپدېخوا ترې ګټه اخلي؛ خو افغانستان په جګړو کې د ښکېلتیا له کبله کلونه کلونه له دې اوبو څخه ګټه نده اخیستې او اوس اسلامي امارت غواړي د قوشتېپې کانال پر بشپړولو خپله برخه اوبه راوګرځوي.
کارپوهانو ويلي، چې د کانال پر بشپړېدو او په کې له پانګونې سره به افغانستان لږ تر لږه د غنمو په تولید کې پر ځانبسیا شي.
ویل کیږي، چې د قوش تیپې کانال له ۲۸۰ کیلومټرو څخه ډېر اوږد دی او په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې به ۱.۲ میلیون هکتاره ځمکه خړوبه کړي.