لوبی

افغانستان سکاټلینډ ته د ۵۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام مخکې په خپله وروستۍ روزنیزې یا تمریناتي لوبه کې سکاټلینډ لوبډلې ته د ۵۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې، چې د جمعې پر ورځ د غبرګولي یوولسمه په ټرېنېډاډ او ټوباګو کې ترسره شوه؛ د افغانستان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ‌اچونه وکړه او د ۸ لوبغاړو پر سوځېدو یې ۱۷۸ منډې جوړې کړې.

ګلبدین نایب پر ۳۰ توپونو ۶۹ او عظمت الله عمرزي پر ۳۶ توپونو ۴۸ منډې وکړې.

د دې هدف په ځواب کې سکاټلینډ د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۲۳ منډې جوړې کړې او بریالي نول، چې  دې هدف ته ځان ورسوي.

مجیب الرحمن او کریم جنت دوه دوه ویکټې واخیستې؛ نوین الحق، راشد خان، ننګیال خروټي، عظمت الله عمرزي او ګلبدین نایب یوه – یوه وېکټه ترلاسه کړه.

دا له ۲۰۲۰ نړیوال جام څخه مخکې د افغانستان دوه‌یمه او وروستۍ روزنیزه لوبه وه.

د افغانستان او عمان لومړۍ لوبه د باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.

د کرکټ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ به د یکشنبې پر ورځ د افغانستان پر وخت سهار ۵ بجې د امریکا او کاناډا تر منځ پیل شي.

افغانستان لومړۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ له یوګانډا سره کوي.

Trending

Exit mobile version