لوبی

افغانستان د ۲۰۲۳ کرکت نړيوال جام ته لار وموندله

Published

on

(Last Updated On: )

د یکشنبې پر ورځ د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو له توپ وهنې او توپ اچونې وروسته افغانستان د راتلونکي کال د کرکت نړیوال جام ته لار وموندله.

د غوراوي په دې سیالیو کې د افغانستان او سریلانکن ترمنځ‌ په لوبه کې افغان لوبډلې ته پېنځه امتیازونه ورکړ شول، چې د ټولو هغو شمېر یې ۱۱۵ ته ورسېد.‌ 

د کریکټ‌ نړیوالې شورا له دغې لوبې وروسته په خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ افغانستان په هند کې د یوه ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې خپل ځای ځای خپل کړ.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ دوه يمه هغه د باران له کبله بې پايلې اعلان شوه؛ خو دواړو لوبډلو ته پېنځه-‌پېنځه نومرې ورکړ شوې. 

دا د کرکت د نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالۍ دي، چې له هر بري سره لوبډلو ته ۱۰ نومرې ورکول کېږي او که لوبه مساوي کېږي او یا بې نتیجې پای ته رسېږي؛ دا ۱۰ نومرې مساوي وېشل کېږي.

له سري لانکا سره د باران له کبله د لوبې د بې نتیجې پای ته رسېدو وروسته افغانستان او سري لانکا ۵-۵ نومرې ترلاسه کړې او په دې سره افغانستان نړیوال جام ته لار وموندله.

افغانستان د سوپرلیګ په سیالیو کې تر دې دمه ۱۴ لوبې کړي، چې لس یې ګټلې، یوه یې مساوي ده او دوه یې بایللې دي. په دې ترتیب سره افغانستان ۱۱۵ نومرې لري او په لښتیلیک کې اووم ځای لري او نړیوال جام ته وتلی دی.

افغانستان اوس د ۱۳ هېوادونو؛ هند، آسترالیا، انګلیند، بنګله دېش، نیوزلیند، پاکستان، ویست اندیز، سريلانکا، جنوبي آفریقا، زمبابوې، ایرلیند او هالیند تر منځ دا مهال په اووم مقام دی او له پاکستان او هند سره پر درې-درې لوبو سربېره یې ځینې نورې لوبې هم پاتې دي.

له افغانستان وروسته، ویست اندیز، سريلانکا، جنوبي آفریقا، زمبابوې، ایرلیند او هالیند به د خپلو پاتې لوبو له ترسره کولو وروسته مستقیم نړیوال جام ته ځي.

دا به درېیم ځل وي، چې افغانستان د ۲۰۲۳ د یوې ورځینو لوبو په نړیوال جام کې لوبېږي. په وروستي ځل د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې ولوبېده، چې نهه لوبې یې وکړې او ټولې یې وبایللې. په را روان نړیوال جام کې به ۱۰ لوبډلې لوبېږي.

سريلانکا به په دې فيصله کوونکي لوبه کې له خپلو لوبغاړیو څخه د يوې بلې پياوړې نندارې هيله ولري.

افغانستان د یو ورځنۍ لوبو په دوه یمه لوبه کې پچه وګټله؛ توپ وهنه یې پیل او ۲۲۹ مندې یې جوړې کړې، چې د توپ اچوونې پر وخت یې د باران له کبله پاتې لوبه لغو شوه.

Trending

Exit mobile version